د وفافي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ولنرایبل ګروپس او میزبان کمیونټیز لپاره د سپورټ پروګرام په اړه مهمه غونډه وشوه

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي)د وفافي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ولنرایبل ګروپس او میزبان کمیونټیز لپاره د مرستې پروګرام په اړه مهمه غونډه شوې۔د شورو په ورځ د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي سېكرټري ظفر حسن وفاقي وزير ته د پروګرام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير تراوسه په شوې پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔په …

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي)د وفافي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ولنرایبل ګروپس او میزبان کمیونټیز لپاره د مرستې پروګرام په اړه مهمه غونډه شوې۔د شورو په ورځ د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي سېكرټري ظفر حسن وفاقي وزير ته د پروګرام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير تراوسه په شوې پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔په غونډه كښې په دې خبره هم اتفاق وشو چې په پروګرام دې عملدرآمد دې لا تند كړې شي دغسې چې اولس ته د زياته نه زياته ګټه ورسولې شي۔په غونډه كښې ايډېشنل سېكرټري كامران الرحمان خان٬ د سي سي اے آر چيف كمشنر عصمت الله شاه او نور سينئر افسران هم موجود وو۔