د اسرائيل نوې ظالمانه قوانين د قبلېدو وړ نه دي٬ نړيواله ورورولي دي نوټس واخلي۔ حافظ طاهر محمود اشرفي

لاهور 01 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان علما کونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د اسرائيل نوې ظالمانه قوانين د قبلېدو وړ نه دي٬ نړيواله ورورولي دي نوټس واخلي ۔ دا خبره ده د شورو په ورځ خپل بيان كښې وكړه ۔ طاهر محمود اشرفي ووئيل قابض او غاصب څنګه د زمكې په خاوندانو قانون نافذ كولې شي٬د اسلامي مرستې تنظيم او ملګري ملتونه دې په سمدستي …

لاهور 01 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان علما کونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د اسرائيل نوې ظالمانه قوانين د قبلېدو وړ نه دي٬ نړيواله ورورولي دي نوټس واخلي ۔ دا خبره ده د شورو په ورځ خپل بيان كښې وكړه ۔ طاهر محمود اشرفي ووئيل قابض او غاصب څنګه د زمكې په خاوندانو قانون نافذ كولې شي٬د اسلامي مرستې تنظيم او ملګري ملتونه دې په سمدستي توګه اقدام وكړي۔ ده ووئيل اسرائيل د فلسطينيانو د پهانسې كولو قانون منظور كړو، دا اقدام ډېر د افسوس وړ دے٬ د فلسطينيانو په ضد نوي قوانين څخه د اسرائيل بربريت څرګندېږي۔ طاهر اشرفي ووئيل د تېرو 32 ورځو راهسې مسجد الاقصي بند دے او فلسطينيان نيولے كېږي ۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ اتحاد د اوسنيو بحرانونو حل دے٬ نړيواله ورورولي دې د اسرائيل د ظالمانه قوانين په ضد غږ پورته كړي او ملګرو ملتونو او د اسلامي مرستې تنظيم له به موثره كردار لوبول وي۔