د وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې غونډه٬ قامي غذائي تحفظ مضبوطولو لپاره د اقدامات جاج

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې د نيشنل ويټ اوور سائټ کميټۍ غونډه وشوه چې پكښې د غنمو داغستو انتظامات، د بين الصوبائي رابطه کارۍ او د بدلېدونكې نړيوالې وضعې تر مخه د قومي غذائي تحفظ مضبوطولو لپاره د اقدامات جاج واخستلے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل اوسنې جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالي او …

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې د نيشنل ويټ اوور سائټ کميټۍ غونډه وشوه چې پكښې د غنمو داغستو انتظامات، د بين الصوبائي رابطه کارۍ او د بدلېدونكې نړيوالې وضعې تر مخه د قومي غذائي تحفظ مضبوطولو لپاره د اقدامات جاج واخستلے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل اوسنې جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالي او د مېنځني ختيز صورتحال د خوراك نړيوال سپلائي چېنز كمزوري رامخې ته كړې ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د نړيوالو تجارتي لارو ممكنه خنډان٬ د مال بردارۍ زياتېدونكې غېر يقيني حالات او د غلې نړيوال ماركيټ كښې د بيعې لاندے باندے د دې خبرې تقاضا لري چې پاكستان خپل كورنې زرعي نظام مضبوط ، د ستراتېژك پانګو انتظام ښه او د ضروري غلې په وخت اغستل باوري كړي۔ په غونډه كښې په صوبو كښې د غنمو د اغستو د عمل جاج واخستلے شو چې پكښې د پرچېزنګ د نظام په وخت جوړول٬ د غنمو لو په مهال په ماركيټ كښې استحكام او كروندګرو ته په لاندې كچه سهولتونه وركولو ته خام پام لرنه وكړې شوه ۔ وفاقي وزير زور راوړو چې د اغستلو نظام سپېځلے٬ موثره او په هر لحاظ سره د رسنې جوګه كړئ دغسې چې د غنمو پېداوار سيمو كښې كروندګرو دې څخه د تاخير او تفريق نه غېر مستفيد شي۔