د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د چين دیائوتائي اسټیټ ګیسټ هاوس ته په رسېدو تود هركلے

اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يې بيجنګ كښې د چين دیائوتائی اسټیټ ګیسټ هاوس ته په رسېدو تود هركلے وكړو ۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ترمينځه سټيټ ګيسټ هاؤس كښې دوه اړخيزه ملاقات وشو ۔نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د چين په يوه ورځنۍ سركاري …

اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يې بيجنګ كښې د چين دیائوتائی اسټیټ ګیسټ هاوس ته په رسېدو تود هركلے وكړو ۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ترمينځه سټيټ ګيسټ هاؤس كښې دوه اړخيزه ملاقات وشو ۔نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د چين په يوه ورځنۍ سركاري دوره دے چرته به چې هغه د چين خارجه وزير وانګ يې سره ملاقات كوي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير ته د دې دورې بلنه د چين خپل هم څنګ وانګ يې وركړې ده۔د دورې په مهال به دواړه لارښود د پاكستان او چين ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جامع جائزه اخلي او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به تفصيلي د خيالاتو څرګندونه كوي