د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي ملاقات

اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره د نهې په ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي ملاقات وكړو ۔ملاقات په زړه پورې ماحول كښې وشو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ملاقات په مهال وزيراعلٰی خېبرپښتونخوا ته د ورمخې ته شوو بيلو معاشي او مالي مسائلو څخه د خزانې وفاقي وزير خبر كړو او د دې حل …

اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره د نهې په ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي ملاقات وكړو ۔ملاقات په زړه پورې ماحول كښې وشو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ملاقات په مهال وزيراعلٰی خېبرپښتونخوا ته د ورمخې ته شوو بيلو معاشي او مالي مسائلو څخه د خزانې وفاقي وزير خبر كړو او د دې حل لپاره يې د وفاقي حكومت د مرستې په ضرورت زور راوړو۔د خزانې وفاقي وزير وزيراعلٰی ته باور وركړو چې وفاقي حكومت به د صوبې ټولې جائز مسئلې حل كولو لپاره بشپړه مرسته كوي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې صوبائي حكومتونو ته به د پیښو مالي چېلنجونو مخ نيوي له هر ممكنه مرسته وركولې شي۔دواړو لارښودو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د معاشي استحكام او تل پاتې پرمختګ ترلاسه كولو لپاره به د وفاق او صوبو ترمينځه شريك روابط او مرسته لا قوي كولې شي