د بي آئي ايس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد سره د VEON ګروپ چیف ايګزیکټو آفیسر او د جاز ورلډ سي اي او ملاقات

اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چیئرپرسن روبینه خالد سره د VEON ګروپ چیف اېګزېکټو آفیسر کان ترزیوګلو ٬ د جاز ورلډ چیف اېګزېکټو آفیسر عامر ابراهیم او د جاز چیف کارپورېټ اېنډ رېګولېټری آفیسر سید ظهیر مهدی ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د بی آئی اېس پی مستحقو مېرمنو په ډیجیټل او مالي خواندګۍ ، د مصنوعي زېركتيا په كارولو ، د سکل ټرېننګ او …

اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چیئرپرسن روبینه خالد سره د VEON ګروپ چیف اېګزېکټو آفیسر کان ترزیوګلو ٬ د جاز ورلډ چیف اېګزېکټو آفیسر عامر ابراهیم او د جاز چیف کارپورېټ اېنډ رېګولېټری آفیسر سید ظهیر مهدی ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د بی آئی اېس پی مستحقو مېرمنو په ډیجیټل او مالي خواندګۍ ، د مصنوعي زېركتيا په كارولو ، د سکل ټرېننګ او عصري ډیجیټل او سوشل میډیا د لارې د خبرتيا كمپائن ته د ودې وركولو په شمول د ادائيګۍ په تګلاره كښې په ممكنه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع چیئرپرسن سېنېټر روبینه خالد ووئيل غوره نتيجې ترلاسه كولو له د ادارو ترمينځه مؤثره همكاري مهمه ده۔ دې ووئيل د مستحقو مېرمنو په عزت سره او په سپېځلي ډول مالي مرسته كول د بي آئي اېس پي تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده٬ مېرمنو ته د سكل ټرېننګ د لارې د روزګار موقعې وركول او مصنوعی زېركتيا كارولو سره په سيمه ايزو ژبو كښې د آډیو او وېډیو ټیوټو ریلز د لارې د ډیجیټل او مالی خواندګۍ تربيه د وخت ضرورت دے۔ د VEON ګروپ سي اي او کان ترزیوګلو د بي آئي اېس پي اقدامات او اصلاحات ستائنې سره ادارې سره په ګډه د كار كولو باور وركړو۔ ده مصنوعي زېركتيا كارولو او د مستحقو مېرمنو ډيجيټل او مالي خواندكۍ لپاره د وركشاپس كولو وړاندېز هم وركړو۔ په ملاقات كښې همكارۍ ته ودې وركولو او د مستحقو مېرمنو ډيجيټل شموليت زياتولو له په شريكو اقدامات اتفاق وكړے شو