د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال په مشرۍ كښې غونډه ، د كركيلې څانګې ، فوډ پراسيسنګ او د برآمدات په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار په ره خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د كسان اتحاد پلاوي سره د نهې په ورځ غونډه كښې د كركيلې څانګې ، فوډ پراسېسنګ او د برآمدات په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د غونډې په مهال د كسان اتحاد صدر په دې خبره زور راوړو چې په پاكستان كښې د عصري آسانيو د كمي …

اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار په ره خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د كسان اتحاد پلاوي سره د نهې په ورځ غونډه كښې د كركيلې څانګې ، فوډ پراسېسنګ او د برآمدات په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د غونډې په مهال د كسان اتحاد صدر په دې خبره زور راوړو چې په پاكستان كښې د عصري آسانيو د كمي د لاسه په زيات مقدار زرعي پېداوار ضائع كيږي چې ورسره كرونده ګر زيان سره مخ كيږي۔ دوي د فوډ پراسېسنګ، پېکېجنګ، وېلیو ایډیشن او کولډ سټورېج کمے فوډ سېكټر كښې پېښ لوي خنډ وګرځولو۔ هارون اختر خان ووئيل د مېوو او تركاريانو په برآمدات كښې وېليو ايډيشن او معياري پېكېجنګ بنيادي كردار ترسره كوي۔ دوي په دې خبره زور راوړو چې سمېډا به كرونده ګرو او برآمد کوونكو ته عصري تكنيك او مهارتونه ښودلو كښې مهم كردار ترسره كوي