د تركيه د پوهنتونونو پلاوي په پاكستان كښې د تركيه سفير په مشرۍ كښې د ايچ اي سي دوره

اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی)د تركيه د پوهنتونونو يو پلاوي په پاكستان كښی د تركيه سفير عرفان نذیراوغلو په مشرۍ كښې د هایئر اېجوکېشن کمېشن (اېچ ای سی) پاکستان دورہ وكړه دغسې چې د لوړو زده كړو په څانګه كښې همكارۍ ته ودې وركولو له په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه اوشي۔ پلاوي د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر نیاز احمد اختر او نورو چارواكو سره ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو …

اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی)د تركيه د پوهنتونونو يو پلاوي په پاكستان كښی د تركيه سفير عرفان نذیراوغلو په مشرۍ كښې د هایئر اېجوکېشن کمېشن (اېچ ای سی) پاکستان دورہ وكړه دغسې چې د لوړو زده كړو په څانګه كښې همكارۍ ته ودې وركولو له په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه اوشي۔ پلاوي د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر نیاز احمد اختر او نورو چارواكو سره ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د مصنوعی ذهانت، سائبر سکیورټي او ډیجیټلائزېشن په څير رامخې ته شوو څانګو كښې د تړون په لا مضبوطولو اتفاق وكړو او د طب ، كركيلې ، طبیعیات، بائیو ټېکنالوجی، داروګانو جوړولو ، سماجی علوم او د اردو او تركي ژبو په شمول نورو ژبو كښې ګډ تحقيق ته د ودې په وركولو زور راوړلے شو۔ دوي په کنفرنسز، سمر اېکسچېنج پروګرامونو، مخصوص څانګو كښې وزټنګ سکالر پروګرامونو ٬ ګډ او ډوئل ډګری پروګرامونو او بېلو مضمونونو كښې د آن لائن تعلیمی ماډیولز د لارې د همكارۍ په زياتولو هم خبرې وكړې۔ د اېچ اي سي چيئرمېن او ترك سفير په دې اتفاق وكړو چې په اړوندو څانګو كښې دې د پوهانو يو فهرست مرتب كړے شي كوم چې د وزټنګ فېكلټي په توګه غوره كېدے شي دغسې چې هغوي آن لائن او نېغ په نېغه كورسونه ښودلو سره سره په شريكو تحقيقي فعاليتونو كښې برخه واخلي۔ د اېچ اي سي چيئرمېن لوړو زده كړو ته ودهې وركولو له د اېچ اي سي د عزم پخلے وكړو او د پاكستان تركيه ترمينځه د ورورولۍ اړيكو په لا مستحكمولو يې زور راوړو