اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د پاكستان ٬ مصر ٬ اردن ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه ٬ امارات ٬ انډونيشيا ٬ قطر او نورو اسلامي هيوادونو خارجه وزيرانو په مقبوضه بيت المقدس كښې د مسلمانانو او مسيحيانو د عبادت په آزادۍ اسرائيلي بنديزونه مسترد كولو سره په سختو ټكو كښې غندلې دي۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دوئي د هغه اقداماتو هم …
د پاكستان٬ سعودي ٬ تركيه او نورو اسلامي هيوادونو خارجه وزيرانو مقبوضه بيت المقدس كښې د مسلمانانو او مسيحيانو په عبادت اسرائيلي بنديزونه مسترد كړل

مزید خبریں
اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د پاكستان ٬ مصر ٬ اردن ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه ٬ امارات ٬ انډونيشيا ٬ قطر او نورو اسلامي هيوادونو خارجه وزيرانو په مقبوضه بيت المقدس كښې د مسلمانانو او مسيحيانو د عبادت په آزادۍ اسرائيلي بنديزونه مسترد كولو سره په سختو ټكو كښې غندلې دي۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دوئي د هغه اقداماتو هم غندنه وكړه د كومو له مخې چې مسلمانان مسجدِ اقصیٰ (الحرم الشریف) ته عبادت له تللو څخه منع كړې شوي او د بېت المقدس کېتھولک مذهبی لارښود او د مقدس مسیحی ځايونو حفاظت كوونكې او خيال ساتونكې مذهبي لارښود پام د سنډے په موقع په چرچ آف دی هولی سیپلکر كښې عبادت كولو څخه محروم كړے شوے۔ خارجه وزيرانو ووئيل چې د اسرائيل دا پرله پسې اقدامات د نړيوالو او د بشري حقونو قوانينو ښكاره خلاف ورزي ده۔ خارجه وزيرانو غېر قانوني او محدود كوونكې اسرائيلي اقدامات مسترد كولو سره په دې خبره زور راوړو چې مسیحیان دې چرچ آف دی هولی سیپلکر ته آزادۍ سره لاسرسي ولري دغسې چې هغوي خپل مذهبي رسمونه ادا كړې شي۔ دوئي د مقبوضه بېت المقدس او د مسلم او مسيحي ځايونو د قانوني او تاريخي حېثيت احترام په حاجت زور راوړلو سره دا خبره په ډاګه كری چې د قابض قوت په توګه اسرائيل په بېت المقدس هېڅ حاكميت نه لري۔ خارجه وزيرانو د اسرائيل لخوا د روژې مباركه مياشت كښې د مسجد اقصیٰ ؍ الحرم الشریف د دروازو بند ساتلو او د عبادت آزادي محدود كولو عمل عندنه كولو سره دا د نړيوال قانون او د موجوده قانوني او تاريخي حېثيت سنګيه خلاف ورزي وګرځوله۔ دوي ددې خبرې پخلې وكړو چې د مسجد اقصیٰ ؍ الحرم الشریف ټوله سيمه (144 دونم) يوازې د مسلمانانو د عبادت ځاې دے او ددې د انتظام يوازينۍ مجاز اتھارټي بیت المقدس اوقاف او د مسجد اقصیٰ د چارو څانګه ده كومه چې د اردن د اوقاف او اسلامي چارو وزارت لاندې كار كوي۔ خارجه وزيرانو قابض قوت اسرائيل څخه غوښتنه وكړه چې هغه په سمدستي توګه د مسجد اقصی الحرم الشريف دروازې پرانيزي ٬ ټول بندېزونه پورته كړي او د مسلمانانو مسجد ته رسېدو څخه له منع كولو ډډه وكړي۔ دوئي نړيوالې ورورولۍ څخه هم غوښتنه وكړه جې هغه دې په دې لړ كښې مضبوط دريځ خپل كړي دغسې چې اسرائيل په بېت المقدس كښی د اسلامي او مسيحي مقدس مقاماتو خلاف ورزيو څخه په منع كېدو مجبور كړے شي










