کمیونټي خبر ساتلو او عصري ټيكنالوجي كارولو سره په سيلابي صورتحال په مؤثره توګه قابو موندلې كيدې شي: ډاكټر مصدق ملك

اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې کمیونټي خبر ساتلو او عصري ټيكنالوجي كارولو سره په سيلابي صورتحال په مؤثره توګه قابو موندلې كيدې شي٬ انفراسټرکچر او کنېکټوټی مضبوطول زيات مهم دي۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د نهې په ورځ دلته د فلډ ارلی وارننګ او پېشګی کارروايۍ په سرخط كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر …

اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې کمیونټي خبر ساتلو او عصري ټيكنالوجي كارولو سره په سيلابي صورتحال په مؤثره توګه قابو موندلې كيدې شي٬ انفراسټرکچر او کنېکټوټی مضبوطول زيات مهم دي۔ د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د نهې په ورځ دلته د فلډ ارلی وارننګ او پېشګی کارروايۍ په سرخط كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل موسمياتي بدلون ددې دور يو لوے چېلنج دے۔ په ناڅاپي آفتونو قابو موندلو له د ځائي وګړو تربيه ضروري ده٬ د سېلاب د لاسه يو شمېر خلكو كډه كړې۔ ده ووئيل د تلپاتې همكارۍ او د وسائلو په مؤثره توګه كارولو سره پېشګي منصوبه بندي كېدې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل اوسني سېلاب څخه وروستو يو ماشوم ضعيف شوے لوند كتاب په لاس كښې نيولې خپل پلار ته ګوري ٬ د هغه سكول او كور ويجاړ شوے و٬ هم دا عكس د كومې هم تباهۍ اصل عكس دے چرته چې د كوچنيانو په سترګو كښې ويره او د مور پلار بې وسي ليدلې شي۔ ده ووئيل د يو انساني ځان زيان د ټولې نړۍ د ختمېدو برابر دے۔ ده ووئيل په هېواد كښې د راغلې سېلابونو دلاسه زيات زيان شوے دے۔ ده ووئيل كه په وخت خلك خبر نه كړے شي او خلك محفوظ ځايونو ته د رسولو عملي انتظام نه وي نو پاتې ټول اقدامات بې كاره دي۔ ده پوښتنه وكړه چې آيا داسې كوم نظام شته چې د فلېش فلډ يا د ګلېشیئر ليك كېدو په صورت كښې 20 يا 30 دقيقې وړاندې خلك خبر كړې شي۔ ده ووئيل صوبائي او وفاقي حكومتونه دې د سيندونو په غاړه روان غېر قانوني تعميرات بند كړي او خطرناكو سيمو ته تللو څخه دې خلك منع كړي۔ ده ووئيل موسمیاتی چېلنجونو كښې شدت رامخے ته شوے دے او په دې لړ كښی ډېټا شېئرنګ، تحقیق او نړيوالې همكارۍ ته بايد وده وركړې شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون په ضد اقدامات د حكومت ٬ صوبو او كميونټيز ټولو ګډه ذمه واري ده