د سندھ ګورنر سره د انجينئر امير مقام ملاقات

كراچۍ31 مارچ (اے پی پی)د سندھ ګورنر نهال هاشمي سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات كړې۔ د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزير انجينئر امير مقام نهال هاشمي ته د سندھ ګورنر چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه او هغه لپاره يې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د نهال هاشمي د سندھ ګورنر په …

كراچۍ31 مارچ (اے پی پی)د سندھ ګورنر نهال هاشمي سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات كړې۔ د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزير انجينئر امير مقام نهال هاشمي ته د سندھ ګورنر چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه او هغه لپاره يې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د نهال هاشمي د سندھ ګورنر په توګه تقرري يو خوشبين اقدام دے كوم به چې په صوبه كښې د مثبت بدلونونو سبب وګرځي۔ د سندھ ګورنر نهال هاشمي د كراچۍ په تعمير او پرمختګ كښې د پښتنو كردار وستائلو۔ د سندھ ګورنر نهال هاشمي د وفاقي وزير مننه وكړه او ده ته يۍ تود هركلے ووے۔ په دې موقع د سندھ ګورنر امير مقام ته د سندهي كلتور روايتي علامت سندهي ټوپۍ او اجرك ډالۍ كړو۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د سندھ ګورنر د شريكې خوښې په چارو٬په سياسي وضعه او د صوبې پرمختګ سره په اړوند چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه