د وفاق تر سېوري لاندې منصوبه كښې د نوښار ،صوابۍ او نورو سيمو 92 زره ایکړه زمكه د كر جوګه كړې شوه

اسلام آباد۔30مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئېلې شوي دي د وفاق منصوبې لاندې د نوښار ،صوابۍ او نورو سيمو 92 زره ایکړه زمكه د خوئېدو او شلېدو نه ساتلو سره د كر جوګه كړې شوه ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د قومي غذائي تحقیق وزارت پارلیماني سیکرټري رعنا انصار غونډې ته ووئېل دا منصوبه په 1981ء كښې پېل شوې وه …

اسلام آباد۔30مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئېلې شوي دي د وفاق منصوبې لاندې د نوښار ،صوابۍ او نورو سيمو 92 زره ایکړه زمكه د خوئېدو او شلېدو نه ساتلو سره د كر جوګه كړې شوه ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د قومي غذائي تحقیق وزارت پارلیماني سیکرټري رعنا انصار غونډې ته ووئېل دا منصوبه په 1981ء كښې پېل شوې وه د كومې كار چې په 1988ء كښې تر سره كېدونكے ؤ خو په دې كښې تاخیر وشو او د دغې تکمیل په كال 1992ء كښې وشو ۔د دغې الاټیز ته معاوضه وركړې شوه او منصوبه د 18 ترمیم نه پس صوبو ته وسپارلې شوه ۔ په دې منصوبه كښې نوښار او د صوابۍ ضلعې شاملې وې ، دا يوه ښه منصوبه وه ۔