اسلام آباد۔30مارچ (اے پي پي)د خزانې و محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره د ګل په ورځ وزارت كښې د ویون يو اعلیٰ كچې پلاوي ملاقات وكړو د كوم مشري چې د ګروپ سي اي او ویون کان ترزیوغلو کوله ۔ پلاوي كښې سي اي او جاز عامر ابراہیم او د چیف کارپوریټ اینډ ریګولیټري آفیسر جاز سید ظهیر مهدي هم شامل وو ۔ د ملاقات په پېل د …
د خزانې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب سره د ویون پلاوي ملاقات، ډیجیټل بدلون، د سپیکټرم نیلامۍ په کامیابۍ او د سرمایہ کارۍ په امکانات خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مارچ (اے پي پي)د خزانې و محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره د ګل په ورځ وزارت كښې د ویون يو اعلیٰ كچې پلاوي ملاقات وكړو د كوم مشري چې د ګروپ سي اي او ویون کان ترزیوغلو کوله ۔ پلاوي كښې سي اي او جاز عامر ابراہیم او د چیف کارپوریټ اینډ ریګولیټري آفیسر جاز سید ظهیر مهدي هم شامل وو ۔ د ملاقات په پېل د خزانې وزير د ترزیوغلو ک هر كلے وكړو او د هغه د پاكستان راتګ يې وستائېلو ۔ ترزیوغلو د ازلسنۍ ملټي بینډ سپیکټرم د نیلامۍ په کامیاب تکمیل د خزانې وزير او حکومت له مبارکي وركړه او د هېواد د ښه كېدونكې معاشي صورتحال ي ستائنه وكړه ۔ د ملاقات په مهال د خزانې وزير ووئېل د سپیکټرم نیلامي پاكه او د مشاورتي عمل د لارې شوې چې پكښې د بيعو او د يو تل پاتي ټیلي کام نظام جوړولو تر مينځه توازن برقرار وساتلے شو ۔ هغه دا نتيجې د ټولو فریقینو لپاره ښې وګرځولې چې ورسره به په خاص توګه د پاکستان اولس ته ښه کنیکټیویټي او ډیجیټل سهولیات تر لاسه شي ۔۔هغه د وزیراعظم په مشرۍ كښې د حکومت سپېځلتيا ، د پالیسۍ تسلسل او د سرمایه کارو لپاره د سازګار ماحول وركولو د عزم ياد ګېرنه وكړه ۔ هغه د جاز کیش د لارې د ټارګټډ سبسډي وركولو او د کیو آر کوډ د وركړو غوندې اقدامات هم ذکر وګړو كوم چېد حکومتي ادارو په مرسته ممکن شو ل ۔د خزانې وزير د پاکستان ډیجیټل ماحولیاتي نظام كښې د جاز او ویون د خدمات ستائنې كولو سره د کیش لیس معیشت وده كښې د هغوي کردار ته پېرزوئنې وړاندې كرې۔










