لاهور۔30مارچ (اے پي پي)د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں وئېلي دي د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي د هند سر زوري ده ، د اوبو شخړه د دواړو هېوادونو تر مينځه د تاو تريخوالي او ممنطقه كښې د استحکام د نشتوالي سبب جورېدې شي ،پاکستان به د اوبو خپلو حقونو تحفظ لپاره هر ممکن سفارتي او قانوني ګامونه اخلي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل …
سندھ طاس لوظ نامه : پاکستان به د اوبو حقونو تحفظ لپاره هر ممکن سفارتي و قانوني ګامونه اخلي ، رانا مشهود احمد خاں

مزید خبریں
لاهور۔30مارچ (اے پي پي)د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں وئېلي دي د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي د هند سر زوري ده ، د اوبو شخړه د دواړو هېوادونو تر مينځه د تاو تريخوالي او ممنطقه كښې د استحکام د نشتوالي سبب جورېدې شي ،پاکستان به د اوبو خپلو حقونو تحفظ لپاره هر ممکن سفارتي او قانوني ګامونه اخلي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ’’اے پي پي‘‘ سره خاص خبرو كښې وكړه ۔ ده د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي سر زوري ګرځولو سره ووئېل دا لوظ نامه د پاکستان او هند تر مينځه د اوبو د منصفانه وېش باوري كولو يوه مهمه لوظ نامه ده ،دي كومې پاسداري چې په دواړو هېوادونو لازم ده ۔ ده ووئېل په 1960 كښې د نړيوال بنک په ثالثۍ كښې د هند او پاکستان تر مينځه سندھ طاس لوظ نامه شوې ، په لوظ نامه كښې په ختيز ستلج، بیاس او راوي دريابونو د هند او په لويديز اباسين ، جهلم او چناب دپاکستان حق تسلیم کړے شوے او کوم هم فریق دا په يو اړخيزه توګه د ختمولو اختیار نه لري ۔ده نړيوالې ورورولۍ او ړوندو نړيوالو ادارو څخه مطالبه وكړه چې د دې معاملې نوټس واخلي او هند په لوظ نامه د مکمل عملدرآمد پابند كړي ٬ دغسې چې منطقه كښې امكن باوري شي










