اسلام آباد۔30مارچ (اے پي پي)پاکستان او اروپائي کونسل په ایران او خلیجي هېوادونو كښې په روان تاو تريخوالي او د دغې په نړيوال معیشت په اثرات ژورې اندیښنې ښكاره كولو سره د بحران حل لپاره د خبرو اترو او د سفارتکارۍ په ضرورت زور راوړے دے ۔ د وزیراعظم آفس میدیا ونګ د اړخه جاري بیان تر مخه وزیراعظم محمد شهباز شریف ته د اروپائي کونسل صدر انتونیو کوسټا د …
وزیراعظم محمد شهباز شریف ته د اروپائي کونسل صدر انتونیو کوسټا ټیلیفون، مينځنيٰ ختيز كښې په روان تاو تريخوالي، د پاکستان او اروپائي ائتلاف په اړيكو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مارچ (اے پي پي)پاکستان او اروپائي کونسل په ایران او خلیجي هېوادونو كښې په روان تاو تريخوالي او د دغې په نړيوال معیشت په اثرات ژورې اندیښنې ښكاره كولو سره د بحران حل لپاره د خبرو اترو او د سفارتکارۍ په ضرورت زور راوړے دے ۔ د وزیراعظم آفس میدیا ونګ د اړخه جاري بیان تر مخه وزیراعظم محمد شهباز شریف ته د اروپائي کونسل صدر انتونیو کوسټا د ګل په ورځ ټیلیفون وكړو ۔ د زړه پورې او دوستۍ خبرو اترو په مهال دواړو لارښودو مينځني ختيز كښې د روان تاو تريخوالي سره سره د پاکستان او اروپائي ائتلاف په اړيكو خبرې وكړې۔ دواړو لاړښودو د ایران او خلیجي هېوادوونو كښې په تاو تريخوالي او د دغې په نړيوال معیشت په زياتو اغيزو د اندیښنې څرګندونه وكړه او د دغې بحران حل لپاره يې په خبرو اترو او د سفارتکارۍ په ضرورت زور راوړو ۔ وزیراعظم د اروپائي کونسل صدر د مينځني ختيز بحران كښې د تاو تريخوالي كمولو لپاره د پاکستان د ثالثۍ هلو ځلو د تازه پیش رفت نه هم خبرو كړو۔ د اروپائي کونسل صدر د پاکستان د امن هلو ځلو تائید کولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې اروبائي ائتلاف به منطقه كښې د امن و استحکام بحالۍ لپاره د ټولو سفارتي ګامونو مرسته كوي ۔ پاکستان او ائتلاف د اړيكو اهمیت رامخې ته كولو سره وزیراعظم ووئېل پاکستان دې اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي ۔ ده ووئېل تېره ميشات د برسلز كېدونكې دورہ ځڼډولې شوې وه ۔ د کونسل صدر ووئېل مونږ په تر سره شوې نېټه د وزیراعظم برسلز كښې هر كلي ته منتظر يوو ۔ د جي ایس پي پلس اهمیت رامهخې ته كولو سره وزیراعظم ووئېل زه په 28-29 اپریل 2026ء اسلام آباد كښې تابيا شوي وړومبي پاکستان-یورپي یونین بزنس فورم پرانستې ته په طمعه يم ۔ دغسې وزیراعظم د اروپائي کمیشن صدر ارسلا وان ډیر لیئین لپاره هم د نېكو هييلو څرګندونه وكړه ۔










