د قومي اسمبلۍ مهمه غونډه نن كيږي ٬ يو شمير ترميمي بلونه او رپورټس به وړاندې كولې شي

اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) د قومی اسمبلی غونډه نن د ګل په ورځ ماښام 5 بجې په پارليمنټ هاؤس كښې كيږي په كومه كښې به چې مهمه قانون سازي كولې شي۔ په دې مهال به پالېسي ګوشوارې او د صدر مملكت په خطاب د تشكر تحريك وړاندې كولو سره سره يو شمېر مهمې پارليماني چارې ترسره كولې شي۔ په غونډه كښې به د بجلۍ وفاقي وزير سردار اوېس احمد …

اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) د قومی اسمبلی غونډه نن د ګل په ورځ ماښام 5 بجې په پارليمنټ هاؤس كښې كيږي په كومه كښې به چې مهمه قانون سازي كولې شي۔ په دې مهال به پالېسي ګوشوارې او د صدر مملكت په خطاب د تشكر تحريك وړاندې كولو سره سره يو شمېر مهمې پارليماني چارې ترسره كولې شي۔ په غونډه كښې به د بجلۍ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاری ’’الېکټریسټی اېکټ 1910‘‘ او ’’ د بجلۍ پېداوار، ترسیل و تقسیم انضباط اېکټ 1997‘‘ كښې د بدلون بلز وړاندې كوي۔ دغسې داخله وزير محسن نقوی به مجموعه تعزیرات پاکستان 1860 كښې د نورو بدلونو بل وړاندې كوي۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب به ’’مالیاتی ذمہ داری و تحدید قرضه اېکټ 2005‘‘ او’’مالیاتی ادارے (بازیابی مالیات) آرډیننس 2001‘‘ كښې د بدلون بلونه وړاندې كولو سره سره په اووم اېن اېف سی ایوارډ د عملدرآمد شپږ مياشتنيز رپورټ او جنوری 2026 لپاره مالیاتی و قرضه جات پالیسی ګوشوارے هم ايوان ته وړاندې كوي۔ د بحری چارو كمېټۍ چيئرمېن عبد القادر پټېل به ’’ د بحری جهازونو د خطرناک مواد ماحول دوست انتظام بل 2025‘‘ په اړه د كمېټۍ رپورټ وړاندې كوي۔ طارق فضل چوهدري به د صدر مملکت په 2 مارچ 2026 د پارليمان شريكې غونډې ته د خطاب مصدقه نقل ايوان ته وړاندې كوي۔ دغې څخه وروستو به د صدر په خطاب د شكرې تحريك هم وړاندې كولې شي