اسلام آباد۔ 30مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان ٬ تركيه او مصر خارجه وزيران منځني ختيز كښې تاؤ تريخوالې كمولو او منطقه كښې امن له روانو هڅو ته وده وركولو له مشاوراتي غونډه كښې له ګډون وروستو بيرته روان شوي دي۔ په هوائي ډګر اېډیشنل خارجه سېکرټری (مشرقِ وسطیٰ) سید احمد معروف، اېډیشنل خارجه سېکرټری (افغانستان او مغربی ایشیا) سید علی اسد ګیلانی او د خارجه وزارت نورو چارواكو هغوي …
د سعودي ٬ تركيه او مصر خارجه وزيران منځني ختيز كښې تاؤ تريخوالې كمولو او منطقه كښې امن له روانو هڅو ته وده وركولو له مشاوراتي غونډه كښې له ګډون وروستو روان شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 30مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان ٬ تركيه او مصر خارجه وزيران منځني ختيز كښې تاؤ تريخوالې كمولو او منطقه كښې امن له روانو هڅو ته وده وركولو له مشاوراتي غونډه كښې له ګډون وروستو بيرته روان شوي دي۔ په هوائي ډګر اېډیشنل خارجه سېکرټری (مشرقِ وسطیٰ) سید احمد معروف، اېډیشنل خارجه سېکرټری (افغانستان او مغربی ایشیا) سید علی اسد ګیلانی او د خارجه وزارت نورو چارواكو هغوي ته په مخه ښه ووې۔ د سعودی خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان، د جمهوریه ترکیه خارجه خارجه وزير هاکان فدان او د مصري خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطی د پاكستان دورې مثقصد د پاکستان، سعودی عرب، ترکیه او مصر ترمينځه د مشاورتي عمل په دويمه غونډه كښې ګډون كول و۔ په دې لړ كښې اولنۍ غونډه په 19 مارچ رياض كښې شوې وه۔ هغوي دا دوره د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په بلنه وكړه۔ په غونډه كښې په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه او په منطقه كښې د روان جنګ زر تر زره او مستقله توګه ختمولو له په ممكنه تګلارو غور وشو۔ خارجه وزيرانو په دې خبره اندېښنه ښكاره كړه چې روانه شخړه د منطقې په بشري ځانونو او روزګار تباهي خپرونكې اغېزې مرتب كوي۔ دوئي په دې خبره اتفاق وكړو چې دا جنګ د چا په ګټه كښې نه دے او د دې نتيجه به يوازې د مرګ او تباهۍ په صورت كښې رامخې ته كيږي۔ په دې سختو حالاتو كښې د اسلانمي نړۍ يووالې زيات مهم دے۔ نائب وزیراعظم اسحاق ډار خارجه وزيران په اسلام آباد كښې د ايران او امريكا ترمينځه د مذاكراتو له امكاناتو څخه خبر كړل۔ خارجه وزيرانو ددې اقدام بشپړ ملاتړ وكړو۔ په مشاورتي غونډه كښې خارجه وزيرانو په صورتحال د قابو موندلو ، د تاؤ تريخوالي خطرې كمولو او د اړوندو فريقو ترمينځه بامعنی مذاكراتو له د سازګار چاپېريال رامخې ته كولو عزم پخلے وكړو۔ خارجه وزيرانو په دې خبره زور راوړو چې شخړې ختمولو او سيمه ايز امن او استحكام ته وده وركولو له مكالمه او سفارتكاري يوازينۍ لاره ده۔ خارجه وزيرانو د څلورو واړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ مضبوطولو په تګلارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سعودی عربستان خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان، د تركيه خارجه وزير هاکان فدان او د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطی وزیراعظم شهباز شریف سره هم ملاقات وكړو۔ خارجه وزيرانو وزیرِاعظم په منځني ختيز كښې د روانې وضعې په اړه د خپلو هېوادونو نقطه نظر په اړه خبر كړو۔ د پاكستان د تعميري او مثبت كردار ستائنه كولو سره هغوي په دې سخت وخت كښې د وزيراعظم او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كړې










