اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكتر طارق فضل چوهدري نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي په روان نازك وخت كښې امن په ځائې كولو له د دوئي پرله پسې سفارتي هڅې ٬ نړيوالو لارښودو سره رابطې او امن لپاره جدي هلې ځلې ددې خبرې ثبوت دي چې هغه د جنګ بندولو او …
د پارليماني چارو وفاقي وزير نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكتر طارق فضل چوهدري نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي په روان نازك وخت كښې امن په ځائې كولو له د دوئي پرله پسې سفارتي هڅې ٬ نړيوالو لارښودو سره رابطې او امن لپاره جدي هلې ځلې ددې خبرې ثبوت دي چې هغه د جنګ بندولو او په منطقه كښې استحكام لپاره بشپړ قوت سره كار كوي ۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې ده ووئيل پاكستان د ذمه وارې سفارتكارۍ څرګندونه كولو سره تاؤ تريخوالې كمولو او مذاكراتو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ دا زياته خواري او پېوستون د يو داسې لارښود عكاسي كوي كوم چې يوازې تر بيانونو محدود نه دے بلكې د عملي ګامونو د لارې امن په ځاېې كولو له شپه او ورځ كار كوي۔










