لاهور 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف اولسي ریلیف ته خاص پام لرنه ولو سره ووئيل په تيرو درې اوونو كښې چې څومره هم ممکن وه حکومت د پټرولیم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي بوجھ پخپله پورته كولو سره اولس له ريليف وركړې، موټر سائیکل او رکشې مالکانو رجسټرېشن په خپل نوم كولو سره سباؤن كښې د حکومتی ریلیف څخه ګټه پورته كولې شي۔د وزیراعظم آفس ميډيا …
څومره چې هم ممکن وه حکومت د پټرولیم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي بوجھ پخپله پورته كولو سره اولس له ريليف وركړې، موټر سائیکل او رکشې مالکانو رجسټرېشن په خپل نوم كولو سره سباؤن كښې د حکومتی ریلیف څخه ګټه پورته كولې شي۔وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
لاهور 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف اولسي ریلیف ته خاص پام لرنه ولو سره ووئيل په تيرو درې اوونو كښې چې څومره هم ممکن وه حکومت د پټرولیم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي بوجھ پخپله پورته كولو سره اولس له ريليف وركړې، موټر سائیکل او رکشې مالکانو رجسټرېشن په خپل نوم كولو سره سباؤن كښې د حکومتی ریلیف څخه ګټه پورته كولې شي۔د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د سيمي صورتحال ترمخه د تيلو بچت او کفایت شعارۍ لپاره روانو اقدامات نفاذ په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه۔ ویډیو لنك غونډه كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار ، وفاقی وزيران احد خان چیمه، محمد اورنګزیب، علی پرویز ملك، عطاء اللہ تارړ ،ډاكټر مصدق ملك ، احسن اقبال ، شزا فاطمہ خواجه، اوېس خان لغاری، خاص مرستيال طارق باجوہ، د اسټيټ بينك ګورنر جمیل احمد او اړوندو اعلیٰ سرکاری افسرانو ګډون وكړو۔غونډي ته وينا كښې وزیراعظم ووئيل د حکومتی پريكړو په سوب پیڼرولیم مصنوعات د هېواد حاجت پوره كولو لپاره مناسب مقدار كښې شته،اوسني صورتحال كښې اولسي ریلیف ته خاص پام لرنه كيږي،څومره ممکن وه تيرو درې اوونو كښې اولس له ريليف وركړې شوې،د تيلو بيعو ياتولو مخنيوي لپاره وفاقی حکومت 125 اربه روپۍ ،بيلو بچتونو او پرمختيائي بجټ كښې كټوني كولو سره شوي دغسې چې اولس په نړيواله كچه تاؤ ترېښوالي اثراتو څخه محفوظ پاتي شي۔په غونډه كښې اولس ته اپيل وكړې شو چې بچت مهم كښې د حکومت ملګرتيا وكړي او غير ضروری مزل څخه ډډه وكړي، دفترو او كار په ځائې ټیلی کانفرینسنګ ته پام لرنه وكړې شي۔ وزیر اعظم په صوبائی حکومتونو زور راوړو چې موټر سائیکلو او رکشې مالکان دې رجسټریشن په خپل نوم كولو لپاره ټولي آسانۍ وركړې شي،د دې اقدام سره به هېواد كښې موټر سائیکلو او رکشو ډيټا ډیجیټائز شي او د هغي مالكانو ته به سباؤن كښې د حکومت د اړخه ریلیف څخه مستفید كيدو موقع ترلاسه شي۔ وزیراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې څلورو واړو صوبو پشمول آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان چیف سیکرټریز سره په دې لړ كښې رابطے وكړې شي۔غونډه د کفایت شعارۍ او بچت په اقدامات عملدرآمد پیش رفت څخه خبر كرې شوه ۔ غونډي ته ووئيل شول چې پټرولیم مصنوعات طلب و رسد او ټول سپلائی چین با قاعدګۍ سره نګراني كيږي او په دې لړ كښې يو ډیجیټل ډیش بورډ هم جوړيږي۔غونډي ته ووئيل شول چې اپریل لپاره د پیټرول درآمد انتظام شوې دے۔په غونډه كښې د بریفنګ له مخې په وخت حكومتي اقدامات په سوب هېواد كښې د تيل صورتحال په ښه ډول مینیج کړې شوي۔په غونډه كښې د موټر سائیکل او ركشه مالكانو لپاره مجوزہ فیول سپورټ پروګرام لپاره جوړ شوې ایپ هم بریفنګ وركړې شو۔










