اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) پاکستان او مصر په مينځني ختيز كښې تاؤ ترېښوالي كمولو، صبر و تحمل اختيارولو او شخړي د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لارې حل كولو په حاجت زور راوړو۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره د عرب جمهوريه مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي ملاقات کړې۔نائب وزيراعظم …
پاکستان او مصر په مينځني ختيز كښې تاؤ ترېښوالي كمولو، صبر و تحمل اختيارولو او شخړي د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لارې حل كولو په حاجت زور راوړو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) پاکستان او مصر په مينځني ختيز كښې تاؤ ترېښوالي كمولو، صبر و تحمل اختيارولو او شخړي د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لارې حل كولو په حاجت زور راوړو۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره د عرب جمهوريه مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي ملاقات کړې۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د مصر خارجه وزير هركلې وكړو او د دې خبري پخلے ئې وكړو چې پاکستان مصر سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي،كومي چې په شريك تاريخ، شريك مذهب او سيمه ايزو او نړيوالو چارو په يو ډول خيالاتو اډانه دي۔دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست او اوسني اعليٰ پائې تبادلو پشمول نومبر 2025 كښې د مصر خارجه وزير د پاکستان دورے د لارې پيدا شوې مثبت رفتار ئې د اطمينان څركندونه وكړه۔ده په ټولو څانګو كښې مرستي لا زياتولو د عزم پخلے وكړو۔دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړو۔دوي شريك وزارتي کمېشن پشمول شريكي تګلاري فعالولو اهميت ته سلا شول،دوي په کاروباري كچه رابطو ته په وده وركولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د هيپاټائټس سي مخنيوي په شان اقدامات پشمول د صحت په څانګه كښې د مصر پرله پسې مرسته وستائله او په دې څانګه كښې د رواني مرستي هركلے ئې وكړو۔دواړو ډلو د دفاع او امنيتي مرستي په مثبت اړخ د اطمينان څرګندونه وكړه او تربيتي تبادلو او نور اداره جاتي ميکانزمز د لارې مرستي لا قوي كولو ته سلا شول۔دوي په سيمه ايز او نړيوالو حالات، په خاص توګه مينځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي تاؤ ترېښوالي كمولو ، صبر و تحمل اختيارولو او شخړي د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لارې حل کولو په حاجت زور راوړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د فلسطين اولس لپاره د پاکستان د غير متزلزل حمايت پخلے وكړو او غزه او لويديزه غاړه كښې د اسرائيل قابض عسكرو روان جارحيت غندنه ئې وكړه۔ده د پاکستان ريليف هڅو لپاره د مرستي پشمول غزه كښې انساني امداد وركولو كښې د مصر کردار وستائلو۔دوي د ملګرو ملتونو او او آئي سي پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز نزدې رابكو روانو ساتلو ته هم اتفاق وكړو۔ملاقات كښې د پاکستان او مصر ترمينځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو او شريكي خوښې په ټولو څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو د شريك عزم پخلے وكړو۔د مصر خارجه وزير د پاکستان دوره په 19 مارچ رياض كښې شوې خبرو اترو او اوسني اعليٰ پائې رابطو تسلسل برخه ده او دې سره سيمه كښې په بدل شوي حالاتو د پاکستان او مصر ترمينځه نزدې همغږۍ عكاسي كيږي۔










