وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ جسټس (ر) يار محمد ترمينځه ملاقات، په موجوده صورتحال او د سيمي د پرمختګ په چارو د خيالاتو څرګندونه

ګلګت 29 مارچ (اے پي پي) د ګلګت بلتستان په موجوده صورتحال او د سيمي پرمختګ په اړه د ِ کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ جسټس (ر) يار محمد ترمينځه ملاقات شوې،په دې مهال د کشمير و ګلګت بلتستان چارو سيکرټري ظفر حسن هم موجود وو۔د اتوار په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې …

ګلګت 29 مارچ (اے پي پي) د ګلګت بلتستان په موجوده صورتحال او د سيمي پرمختګ په اړه د ِ کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ جسټس (ر) يار محمد ترمينځه ملاقات شوې،په دې مهال د کشمير و ګلګت بلتستان چارو سيکرټري ظفر حسن هم موجود وو۔د اتوار په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د سيمي په مجموعي صورتحال، اوسنو پېښو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ملاقات كښې د دې عزم څرګندونه شوي چې ګلګت بلتستان كښې كوټلې امن به په هر صورت باوري كولې شي او د امن دښمنان په ډاګه كولو سره هغوي له سزا وركولې شي۔په دې موقع انجينئر امير مقام د وفاقي حکومت د اړخه د ګلګت بلتستان تعمير و پرمختګ لپاره د هر ممكن مرستي باور وركړو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت د هېواد ټولو سيمو او په خاص توه د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكطالۍ ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل حکومت سيمه كښې د بنيادي ډھانچے ښه والي، سياحت ودي ، تعليم او صحت څانګو پرمختګ لپاره خصوصي اقدامات كوي دغسې چې ځائې وګړو ته ښه آسانۍ ترلاسه شي۔د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ جسټس (ر) يار محمد د وفاقي حکومت مرسته ستائلو سره ووئيل شريكو هڅو سره به نه يواځې د امن و امان وضعه ښه شي بلکه پرمختيائي پروژو رفتار به هم تند شي دې سره به د سيمي وګړو ته ګټه وشي۔ملاقات كښې دې خبري ته هم اتفاق وشو چې ځوانانو لپاره د روزګار موقعو پيدا كولو، سرمايه کارۍ ودي او سياحت څانګي لا مستحکمولو له كوټلي تګلاره به خپلولې شي۔