وفاقي وزير انجينئرامير مقام په ګلګت كښې د ملګرو ملتونو دفتر او نورو ځپلې شويو املاك دوره وكړه

ګلګت 29 مارچ (اے پي پي) د ِ کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئرامير مقام په ګلګت كښې اوسنو ناوړه پېښو په مهال سوزولې شوي د ملګرو ملتونو دفتر او نور ځپلې شوي املاك دوره وكړه۔په دې موقع د ګلګت اسټيشن کمانډر وفاقي وزير له برفنګ وركړو او اوسنو پېښو په مهال دفتر او نورو ودانو ته رسيدلي زيانونو څخه ئې خبر كړو۔ وفاقي وزير په موقع …

ګلګت 29 مارچ (اے پي پي) د ِ کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئرامير مقام په ګلګت كښې اوسنو ناوړه پېښو په مهال سوزولې شوي د ملګرو ملتونو دفتر او نور ځپلې شوي املاك دوره وكړه۔په دې موقع د ګلګت اسټيشن کمانډر وفاقي وزير له برفنګ وركړو او اوسنو پېښو په مهال دفتر او نورو ودانو ته رسيدلي زيانونو څخه ئې خبر كړو۔ وفاقي وزير په موقع د زيانونو جاج واخست او اړوندو چارواكو ته ئې سپارښتنه وكړه چې د ادارو بحالي او زيانونو جاج اخستلو لپاره سمدستي اقدامات وكړي۔د اتوار په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د ګلګت بلتستان امن و امان ته زيان رسونكو عناصرو په ضد به سخته كاروائي كولې شي او دغه عناصر په ګوته كولو سره به هغوي له سزا وركولې شي۔په دې موقع د کشمير چارو سيکرټري ظفر حسن او ايډيشنل چيف سيکرټري ګلګت بلتستان مشتاق احمد هم موجود وو