د وفاقي وزير امير مقام په مشرۍ كښې غونډه

ګلګت 29 مارچ (اے پي پي) د ِ کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير امير مقام په ګلګت كښې د موجوده صورتحال په اړه د غونډي مشري وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزير ته سيمه كښې روان د توان په پروژو، 100 ميګاواټ سولر پاور منصوبے پشمول د وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف د اړخه د ګلګت بلتستان اولس لپاره د ډالۍ په توګه د سولر پليټس په …

ګلګت 29 مارچ (اے پي پي) د ِ کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير امير مقام په ګلګت كښې د موجوده صورتحال په اړه د غونډي مشري وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزير ته سيمه كښې روان د توان په پروژو، 100 ميګاواټ سولر پاور منصوبے پشمول د وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف د اړخه د ګلګت بلتستان اولس لپاره د ډالۍ په توګه د سولر پليټس په منصوبه هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔د اتوار په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې اړوندو چارواكو وفاقي وزير د پروژو په موجوده پيش رفت، تکنيکي اړخونو او د سباؤن د امکانات څخه خبر كړو۔په غونډه كښې د ګلګت بلتستان په مجموعي صورتحال، امن و امان او نورو چارو جاج واخستلې شو دغسې حالات ښه كولو لپاره په بېلو اقدامات هم غور وشو۔په دې موقع وفاقي وزير د توان په څانګه كښې روان اقدامات ستائلو سره د پروژو په وخت پشپړولو په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل حکومت ګلګت بلتستان كښې كوټلي توان ودي لپاره سنجيده اقدامات کوي او سولر توان منصوبے به د سيمي د توان حاجت پوره كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔په غونډه كښې د ګلګت بلتستان چيف سيکرټري ارشد مجيد مهمند، ايډيشنل چيف سيکرټري مشتاق احمد، آئي جي ګلګت بلتستان ډاکټر اکبر ناصر خان، کمشنر ګلګت بشمول نورو اعليٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں