اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د پاكستان امريكا، وروڼو خليجي او اسلامي هېوادونو سره په روانو سفارتي رابطو اعتماد كښې اخستلو لپاره هيله څرګنده كړي چې تاؤ ترېښوالي ختمولو كومه مؤثره لاره به راوېستلے دغسې د ايران صدر د مذاكرات او ثالثۍ لپاره د اعتماد سازۍ په حاجت زور راوړلو سره د پاكستان مثبت كردار وستائلو۔ د وزيراعظم …
وزيراعظم شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ټيليفوني تماس، امريكا، خليجي او اسلامي هېوادونو سره په روانو سفارتي رابطو ئې اعتماد كښې واخست

مزید خبریں
اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د پاكستان امريكا، وروڼو خليجي او اسلامي هېوادونو سره په روانو سفارتي رابطو اعتماد كښې اخستلو لپاره هيله څرګنده كړي چې تاؤ ترېښوالي ختمولو كومه مؤثره لاره به راوېستلے دغسې د ايران صدر د مذاكرات او ثالثۍ لپاره د اعتماد سازۍ په حاجت زور راوړلو سره د پاكستان مثبت كردار وستائلو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ټيليفوني خبري اتري كړي۔يو ساعت څخه زياتو خبرو اترو كښې دواړو لارښودو سيمه كښې روان تاؤ ترېښوالي او امن هڅو په اړه تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په ايران د اسرائيل د پرله پسې بريدونو او په خاص توګه تيره ورځ په شهري تنصيبات د بريدونو سخته غندنه ئې وكړه۔ده په دې سختو حالاتو كښې د ايران اولس سره د پاكستان د د بشپړه يووالي او حمايت څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د 1900 څخه زيات په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه او د ارواښاد لوړو درجو او ژوبل كسانو زر رغتيا له ئې دعا اوكړه۔وزيراعظم د ايران صدر د خپل ، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اړخه امريكا، وروڼو خليجي او اسلامي هېوادونو سره روانو سفارتي رابطو څخه خبر كړو چې مقصد ئې امن مذاكرات لپاره ښه چاپيرچل پيدا كول دي۔ده د پاكستان د امن اقدام بشپړه حمايت ذكر كولو سره هيله څرګنده كړه چې اجتماعي هڅي او تاؤ ترېښوالي ختمولو كومه مؤثره لاره به راوېستلے شي۔د ايران صدر د وزيراعظم مخلصانه سفارتي هڅي ستائلو سره د ايران په ضد د اسرائيلي اقدامات په اړه خپل مؤقف بيان كړو۔ده د مذاكرات او ثالثۍ لپاره د اعتماد سازۍ په حاجت زور راوړو او په دې لړ كښې ئې د پاكستان مثبت كردار وستائلو۔وزيراعظم د ايران صدر مننه كولو سره باور وركړو چې پاكستان سيمه كښې امن او استحكام ودي لپاره به خپل تعميري كردار روان ساتي۔










