اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سيد نويد قمر له د پارليمنټرينز فار ګلوبل ايكشن په پرله پسې په دويم ځل د مقابلې نه غير په صدر منتخب كيدو مباركي وركړه۔د سماجي رابطے په ’’ ايكس‘‘ په خپل پيغام كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل دا د ټول هېواد لپاره د اعزاز خبره ده۔سيد نويد قمر يو ځل بيا د …
د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سيد نويد قمر له د پارليمنټرينز فار ګلوبل ايكشن په صدر منتخب كيدو مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سيد نويد قمر له د پارليمنټرينز فار ګلوبل ايكشن په پرله پسې په دويم ځل د مقابلې نه غير په صدر منتخب كيدو مباركي وركړه۔د سماجي رابطے په ’’ ايكس‘‘ په خپل پيغام كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل دا د ټول هېواد لپاره د اعزاز خبره ده۔سيد نويد قمر يو ځل بيا د دې مهم نړيوال پارليماني فورم صدر منتخب كيدل د هغه د بصيرت، تجربے او په قيادت د نړيوال باور ښكاره ثبوت دے۔هغه نه يواځې د انساني حقوق، جمهوريت او قانون حكمراني وده كښې كردار ترسره كړې بلكه د پاكستان مثبت تشخص ئې هم په نړيواله كچه په ډاګه كړې۔ده ووئيل دا كاميابي د دې خبري علامت دے چې د پاكستان پارليماني قيادت په نړيواله كچه موثره، وقار لرونكې او فعال كردار ترسره كوي۔هيله لرو چې سيد نويد قمر به په خپله مشرۍ كښې نړيواله پارليماني مرسته لا زياته كړي او په نړيواله كچه به د مهم پيش رفت سبب وګرځي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل ټول قوم په دې كاميابۍ فخر كوي۔










