انجينئر امير مقام سكردو ته ورسيد

اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزيرانجينئر امير مقام سكردو ته ورسيد۔د خالي په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سكردو په هوائي ميدان اعليٰ سركاري چارواكو د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔سكردو كښې مهمو هلو ځلو نه پس به وفاقي وزير ګلګت ته ځي۔درې ورځنۍ دورے په مهال به وفاقي وزير د ګلګت بلتستان ګورنر …

اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزيرانجينئر امير مقام سكردو ته ورسيد۔د خالي په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سكردو په هوائي ميدان اعليٰ سركاري چارواكو د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔سكردو كښې مهمو هلو ځلو نه پس به وفاقي وزير ګلګت ته ځي۔درې ورځنۍ دورے په مهال به وفاقي وزير د ګلګت بلتستان ګورنر او وزير اعليٰ سره ملاقات كوي۔ وفاقي وزير به ګلګت بلتستان كښې په پرمختيائي پروژو او امن و امان په چارو خبري كوي۔انجينئر امير مقام به د ګلګت بلتستان كابينې غړو سره هم ملاقات كوي۔د دورے په مهال به وفاقي وزير بېلو پلاويو سره هم ملاقاتونه كوي۔ وفاقي وزير به د مسلم ليګ (ن) عهديدارو سره هم ملاقات كوي۔