لاهور 28 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د خالي په ورځ د سينئر خبريال رضوان الرحمان (رضوان رضي) د مور په مړي نه لاس نيوې له د هغه كور ته لاړو۔ وفاقي وزير د غمجني كورنۍ سره سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه او د ارواښادي لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د سينئر خبريال رضوان الرحمان د مور په مړينه لاس نيوې له د هغه كور ته لاړو

مزید خبریں
لاهور 28 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د خالي په ورځ د سينئر خبريال رضوان الرحمان (رضوان رضي) د مور په مړي نه لاس نيوې له د هغه كور ته لاړو۔ وفاقي وزير د غمجني كورنۍ سره سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه او د ارواښادي لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د رضوان رضي د مور د مړيني خبر اوريدلو سره دړديدلې يو،د مور په شان عظيم هستۍ مرګ يوه پېښه ده،د مور په مړينه پيدا شوې خلا چري نه شي پوره كيدے، په دې سخت وخت كښې د رضوان رضي او د هغه د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د وزيراعظم ميډيا كوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ هم د وفاقي وزير سره وو۔










