اسلام آباد27مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعاتو صورتحال په اړه د لوړې كچې مشاورتي غونډه شوې٬ د خزانې وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د غونډې په پېل كښې د پټروليم ډويژن لخوا په هېواد كښې د پټروليم مصنوعاتو په موجوده صورتحال تفصيلي بريفنګوركړې شو او په دې خبره د اطمينان څرګندونه وشوه چې ګرد هېواد كښې …
د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د پيټروليم مصنوعاتو صورتحال په اړه د لوړې كچې مشاوري غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد27مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعاتو صورتحال په اړه د لوړې كچې مشاورتي غونډه شوې٬ د خزانې وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د غونډې په پېل كښې د پټروليم ډويژن لخوا په هېواد كښې د پټروليم مصنوعاتو په موجوده صورتحال تفصيلي بريفنګوركړې شو او په دې خبره د اطمينان څرګندونه وشوه چې ګرد هېواد كښې د اېندهن رسنه مستحكم او د تسلۍ وړ ده۔ د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشنوزارت لخوا هم پټروليم مصنوعاتو لپاره د هدفي سبسډي نظام آسانولو لپاره په مجوزه تکنيکي حل جامع بريفنګ وړاندې كړو چې پكښې سپېځلتيا او موثره ترسيل ته خاص پاملرنه شوې ده٬ صوبائي قيادت په موجوده صورتحال او پهپاليسي آپشنز د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاهد ايندھن د تعطل نه غېر رسنه برقرار ساتلو لپاره د وفاقي حكومت د هلو ځلو ستائنه وكړه او د ايندھن بچت ودې لپاره ېې په طرز عمل كښې د بدلۍ په اهميت زور راوړٶ۔ د پنجاب سينئرې وزير مريم اورنګزيب د پنجاب حکومت نمائيدګي كولو سره د پټرولو د بدلې شوې بيعې په تناظر كښې د يو شمېر پاليسي منظرنامے تيارولو په ضرورت زور راوړو۔ دې ووئيل چې د نړيوال ماركيټ په بيعه كښې هر ډول كمې په موثره ډول صارفينو ته رسول پكار دي۔ د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير مزمل اسلم دخزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب اور د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې پاکستان كښې د پټروليم سپلائۍ انتظام په منطقه كښې د يو شمېر هېوادنوو په مقابل كښې بهتر دے۔ د بلوچستان د خزانې وزير مير شعيب نوشيرواني هم په غونډه كښې د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په موقع د فنانس ډويژن لخوا ګډون كوٶنكو ته د مالي صورتحال په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل چې مالي ګنجائش محدود دے او زياتره د پيټروليم ليوي څخه ترلاسه امدن پورې محدود دے٬ په دې خبره زور راوړلې شو چې هر ډول ريليف اقدام به معاشي استحکام برقرار ساتلو لپاره په محتاط ډول ترتيب كول وي








