اسلام آباد27مارچ (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي نن د لويديزي اسياء په صورتحال د چين خارجه وزير وانګ يي سره ټېلي فوني خبرې وشوې چې پكښې د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس بيان كښې نائب وزيراعظم ووئيل چې د خبرو په مهال د مېنځني ختيز او پراخه منطقه كښې د امن او …
نائب وزيراعظم د لويديزې اسياء په صورتحال د چين خارجه وزير سره ټېلي فوني تماس٬ د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد27مارچ (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي نن د لويديزي اسياء په صورتحال د چين خارجه وزير وانګ يي سره ټېلي فوني خبرې وشوې چې پكښې د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس بيان كښې نائب وزيراعظم ووئيل چې د خبرو په مهال د مېنځني ختيز او پراخه منطقه كښې د امن او استحكام د بحالۍ په ضرورت زور راٶړلې شو۔ ده ووئيل چې د خبرو په مهال دې خبرې ته سلا وشوه چې جنګ بندي٬ د امن خبرو بحالي٬ د عام وګړو تحفظ٬ د سمندري لارو سلامتيا او د ملګرو ملتونو د چارټر بشپړه پالنې لپاره به د ټولو هلو ځلو ملاتړ كولې شي۔ د چين خارجه وزير وانګ يي په دې لړ كښې د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كولو سره د بشپړ ملاتړ باور وركړٶ۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ د دې عزم پخلې هم وكړو چې د ټولو شخړو حل د خبرو اترو او د سفارتکارۍ د لارې د لټولو لپاره هلې ځلې به دوام داره ساتلې شي








