اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په امر د مذهبي چارو وزارت د حج كوونكو خرڅونو كښې د كمي كولو لويه پرېكړه كړې ده، اوس به د ګرد هېواد كښې د جح په لس كمېپونو كښې د حج تربيه، ويکسينيشن او لګيج وركولو پشمول ټولې چارې په يوه ورځ كښې ترسره كولې شي، دا سهولت به د 8م اپرېل څخه په اسلام آباد، لاهور، …
د وزيراعظم په امر د حج په كېمپونو كښې به حج كوٶنكو ټولې چارې په يو ورځ كښې ترسره كېږي۔ د مذهبي چارو وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په امر د مذهبي چارو وزارت د حج كوونكو خرڅونو كښې د كمي كولو لويه پرېكړه كړې ده، اوس به د ګرد هېواد كښې د جح په لس كمېپونو كښې د حج تربيه، ويکسينيشن او لګيج وركولو پشمول ټولې چارې په يوه ورځ كښې ترسره كولې شي، دا سهولت به د 8م اپرېل څخه په اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، پېښور، کوئټه، فېصل آباد، ملتان، سيالکوټ، سکھر او رحيم يار خان په حج كمېپونو كښې پېل كېږي، دې اقدام څخه به په مجموعي توګه يو لك 19 زره حج كوونكي مستفيد شي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې حج كوونكو لپاره ويکسينيشن لازمي دې چې شېډول به ئې په پاك حج اېپ موجود وي، په دې اېپ به د تربيې شېډول هم شتون ولري۔ وياند ووئيل د تربيې عمل سره به حج كوونكو ته هوائي ټكټ او ويزه، شناختي لاکټ، لګيج ټيګز (کوائف نامے) او د ادويات پيکنګ سهولت وركولې شي۔ وزارت حج كوونكو ته امر كړے دے خپل اصل شناختي كارډ او د عكس کمپيوټرائزډ بينك رسيد لازمي ځان سره راٶړئ٬ د حج كوونكو سهولت لپاره د حج په كېمپونو كښې د كرنسۍ د نوټونو تبادلې لپاره به د بېنكونو خاص کاؤنټرز هم جوړولې شي٬ ټول حج كوونكې دې د پاك حج اېپ د شېډول له مخې په حاجي كېمپ كښې ګډون باوري كړي








