اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي يو سياسي لارښود د پاكستان نه لوي نه دے٬ د هېواد عزت ته زيان رسول د برداشت وړ نه دے٬ د پاکستان په ضد كمپائن چلوٶنكي او د هغوي سهولت كار بې نقابه شوې دي۔ د زيارت په ورځ پي ټي وي هيډ کوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي …
يو سياسي لارښود د پاكستان نه لوي نه دے ٬ د هېواد مفاد تر ټولو زيات مقدم دے۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ پرېس کنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي يو سياسي لارښود د پاكستان نه لوي نه دے٬ د هېواد عزت ته زيان رسول د برداشت وړ نه دے٬ د پاکستان په ضد كمپائن چلوٶنكي او د هغوي سهولت كار بې نقابه شوې دي۔ د زيارت په ورځ پي ټي وي هيډ کوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د مېنځني ختيز صورتحال په اړه د ثالث په توګه د پاکستان كليدي كردار رامخې ته شوے٬ پاكستان يو ذمه وار هېواد ګڼلے كېږي او د پاكستان سفارتي هڅې ګرده نړۍ ستائي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په نړيواله كچه د پاكستان د سفارتي هلو ځلو ستئانه كېږي او نن نړۍ دا خبره تسليموي چې پاكستان په هره كچه بشپړ كردار لوبولے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان سفارتي هلو ځلو سره هند له سختې ېرې سره مخ دے او د پاكستان رامخې ته كېدونكے تشخص او زيات شوة اهميت سره ورته تكليف رسېدلے او د هند ميډيا هم په خپل حكومت ټكونه كوي۔ ده ووئيل يو خوا هند د پاكستان كاميابو نه سخت پرېشانه دے نو بلخوا په جنيوا غونډه كښې د افسوس وړ پېشرفت رامخې ته شوے ٬ د پي ټي آئي د باني زوي قاسم خان هلته وېنا كړې٬ پي ټي آئي هېواد سره په دښمنۍ كښې دومره وړاندې تللے چې وړاندې يې آئي اېم اېف ته پاكستان سره د مرستې نه كولو وئېلې وو او اوس د پاكستان څخه د جي اېس پي پلس سټيټس بېرته اخستو هڅې كوي۔ ده ووئيل پي ټي آئي د عارف آجاکيه په څېر غدارو سره ملاقاتونه كوي۔ په پرېس كنفرنس كښې وفاقي وزير د زلفي بخاري عارف آجاکيه سره د ملاقات عكسونه هم وښودل۔ وفاقي وزير ووئيل زلفي بخاري وړومبې عارف آجاکيه سره ملاقات كوي او بيا وائي چې زه ھغه نه پېژنم ۔ ده ووئيل عارف آجاکيه په برتانيه كښې د پاکستان په ضد كمپائن چلوي او تل د پاكستان په ضد په پروپيګنډا ليدلے شوے او زلفي بخاري اينډ کمپني د پاکستان په ضد سازشونو كښې ككر دي٬ وفاقي وزير ووئېل ګردې نړۍ وليدل چې دوي عارف آجاکيه سره تعلق لري ۔ وفاقي وزير ووئيل چې څومره دوي د پاكستان په ضد سازش كوي دومره به هېواد مضبوطېږي او پرمختګ به كوي۔ عطاﺀ الله تارړ ووئيل پي ټي آئي پخپل دور كښې د 50 لكه كورونو او د يو كروړ نوكرو لوظ كړے ٶ، چرته دي ھغه نوكرۍ او چرته دي ھغه كورونه٬ دوي پخپل دور كښې هېواد ته سخت زيان رسولے۔ وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې سياست كېږي او ما تل اپوزيشن ته وئيلي دي چې تاسو د حكومت په پاليسو تنقيد وكړې، كله چې مونږ په اپوزيشن كښې وٶ نو چې كوم ګوند په اقتدار كښې ؤ نو مونږ به د ھغوي په پاليسو ټكونه كول خو يو فرق واضحه كول غواړم چې د پاكستان مفاد تر ټولو مقدم دے۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په دور كښې شهباز شريف اپوزيشن ليډر ٶ، هغوي د کشمير او فلسطين په حواله غونډه كښې رابللې شوې٬ ھغوي ګډون كړے ؤ خو د وخت وزيراعظم عمران احمد نيازي په هغه غونډو كښې ګډون نه كولو چرته چې اپوزيشن ليډر موجود ٶ۔ ده ووئيل قامي مفاد تل مقدم وي او يو سياسي مشر يا ګوند د پاكستان نه لوي نشي كېدے٬ دې هېواد مونږ له هر څه راكړي دي٬ دا ټولې چوكۍ٬ ګوندونه او څومره چې دي دا د پاکستان په سبب دي۔ ده ووئيل كله چې قامي مفاد شا ته او خپل ذاتي مفادات مقدم وساتلے شي نو د دې نه قبيح حرکت بل نشي كېدے۔ ده ووئيل د معرکه حق د بريا نه پس زمونږ د سفارتي هلو ځلو په نتيجنه كښې د پاکستان اهميت لا زيات شوے دے خو يو سياسي ګوند د هېواد په ضد پروپيګنډا كوي او د هېواد پاليسو ته په زيان رسولو كښې مصروف دے۔ ده ووئيل په دې هېواد كښې لويو لويو سياست مدارو قربانۍ وركړې دي، د “پاکستان کھپے” نعره لګولې شوس خو كله پاكستان ته د زيان رسولو خبره نه ده شوې ۔ ده ووئيل پي ټي آئي په شخصيت پرستۍ او انا پرستي كښې بوخت ده، دوي په سړكونو څلور كسان نشي راويستلے ٬ دغه ګوند په ډلو كښې تقسيم شوے دے ، خپل ځان نشي سمولې نو د هېواد پاليسۍ به څه جوړېږي، وفاقي وزير ووئېل د هېواد په ضد په كمپائن چلولو دوي له شرم پكار دے ۔ وفاقي وزير ووئيل د عمران نيازي دواړه زامن د پاکستان شهريت او د نائيکوپ د لارې پاکستان ته په راتګ شرمېږي حالانکه مونږ هغوي ته د زړه د اخلاصه وئيلي دي چې تاسو پاكستان ته راشې٬ مونږ به ستاسو هركلے كوٶ خو هغوي ته د نائيکوپ د لارې پاکستان ته راتلل قبول نه دي٬ ده ووئېل آيا دا د حب الوطنۍ تقاضا نه ده چې تاسو په نائيکوپ سفر كولو سره پاکستان راشئ؟ ده ووئيل پي ټي آئي خلقو ته وئيلي دي چې د دوي ليډر د پاكستان نه لوي دے٬ چې ھغه نشته نه هيڅ نشته۔ د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ ووئيل مونږ د دې هېواد په وجه وجود لرو او په دې هېواد سل ځله زمونږ ځان قربان شه ، دې هېواد مونږ له عزت٬ وقار او تحفط راكړے ۔ ده ووئيل پاكستان به د دې ټولو سازشونو باوجود مضبوط وي٬ دوي دې سل ځله هڅې وكړي پاكستان ته دوي زيان نشي رسولې٬ د دوي ناوړه څېره نړۍ ته په ډاګه شوې ده۔ ده ووئيل يو په وطن مئين پاکستانے به د داسې قبيح حرکت ملاتړ ونه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل قاسم خان چې چرته اوسېږي او د چا په تربيه كښې دے ھغو سره زمونږ هېڅ كار نشته، زيک ګولډ سمتھ اسرائيل ته فنډنګ كوي٬ د قاسم خان د پلار يو ټويټ اوښائئ چې پكښې ھغه د غزه په معامله د اسرائيل غندنه كړي وي۔ ده ووئيل دوي به كله هم د اسرائيل غندنه ونه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ستراتېژك رابطي په هره كچه روانې دي٬ خارجه دفتر، د دفاع وزارت او وزيراعظم هاٶس په نړيواله كچې رابطې لري، په مختلف كچه سفارتكارۍ كښې چې څوك خپل كردار لوبولې شي ھغوي له پكار دے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پارلمان كښې تحريک انصاف د سياسي ګوند په حېث نشته٬ د پاکستان د موجوده قوانين له مخې د پي ټي آئي سياسي حيثيت ختم شوے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل باني پي ټي آئي سره د ملاقات په اړه هم زمونږ نيت پاك ٶ ٬ په كوم ډول سياست چې دوي كوي ھغه د قبلېدو نه دے ٬ تاسو د حکومت په پاليسو تنقيد كولې شئ خو د هېواد سلامتيا او مفاد په داٶ نشئ لګولې۔ وفاقي وزير په دې موقع د پروين شاکر شعر هم اووې:
تهمت لگا کے ماں (وطن) پر جو دشمن سے داد لے
ايسے سخن فروش کو مر جانا چاهئے
د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل باني پي ټي آئي ته حکومت بشپړ طبي سهولت وركړے دے، د باني پي ټي آئي يوه سيريس مسئله نه لري او سترګه يې په ښه كېدو ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزارت وروستو دے ٬ د ټولو نه وړاندې زه خپل ځان پاكستانے ګڼم او د پاكستاني په حېث دا زما ذمه واري وه چې حقائق مخې ته كېږدم٬ ګردې نړۍ ته وئيل ضروري دي چې دا خلق څه غواړي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په حېث چې پاکستان كوم كردار لوبولے ھغه به په تاريخ تل ژوندېے وي٬ د ايران او فلسطين په حواله غږ پورته كول، په سفارتي كچه توازن ساتل او دوست هېوادونو سره خبرې كول د پاكستان د كردار برخه ده او د پاکستان استازي عاصم افتخار چې د اسرائيل نمائنده له په كوم انداز كښې ځواب وركړے ھغه هم د تاريخ برخه دے۔ ده ووئيل پاكستان په نړيواله كچه خپل كردار لوبوي٬ د جي اېس پي په حواله مشن پاکستان ته راغلے دے او ھغوي د ټولو څيزونو نه خبر كړې شوي دي ۔








