حج كوونكو لپاره په ’’پاک حج ایپ‘‘ د رنځونو په اړه سوالنامه جاري ٬ د جمعې شپې تر 12 بجو به جمع كول وي

اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم آهنګۍ وزارت حج 2026 لپاره ټاكلې شوې 1 لك 19 زره پاكستاني حج كوونكو له ډیجیټل طبی ریکارډ وړاندې كولو لازمي ګرځولو سره په ’’پاک حج اېپ‘‘ طبي سوالنامه جاري كړې ده۔ د مذهبي چارو وياند عمر بټ له مخې د حج په مهال جسماني مشقت او بېړنو حالاتو كښې حج كوونكو ته فوري او سمه …

اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم آهنګۍ وزارت حج 2026 لپاره ټاكلې شوې 1 لك 19 زره پاكستاني حج كوونكو له ډیجیټل طبی ریکارډ وړاندې كولو لازمي ګرځولو سره په ’’پاک حج اېپ‘‘ طبي سوالنامه جاري كړې ده۔ د مذهبي چارو وياند عمر بټ له مخې د حج په مهال جسماني مشقت او بېړنو حالاتو كښې حج كوونكو ته فوري او سمه طبي مرسته رسولو له د سعودي حكومت تعاون سره دا ډېټا بېس تيارولے شي كوم لپاره چې ټولو حج كوونكو ته په راروانو 36 ساعتونو تر جمعې ورځې د اړوندو تفصيلاتو جمع كولو حتمي هدايت شوے دےِ۔ وزارت دا خبره په ډاګه كړې ده چې دې سوالنامه كښې به د شوګر ، هائی بلډ پرېشر،ګنټھیا، تھائرائیډ، دمې او د زړه رنځونو په څير د دائمي مرضونو اندراج كولې شي دغسې چی په كوم هم بېړني صورتحال كښې طبي عمله د حج كوونكي هسټري څخه خبر وي۔ بلخوا حج له تلونكو ته تاكيد شوے چې هغوي دې كوم هم سخت صورتحال څخه بچ كېدو لپاره ’’پاک حج 2026‘‘ موبائل اېپ سره پېوست پاتې شي او تر جمعې ورځی دې خپل طبي پروفائل لازمي بشپړ كړي