اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) صنعت او پيداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره په پاکستان كښې د کويت سفير ناصر عبدالرحمن جاسم المطير ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او اقتصادي مرستې ته په لا ودې وركولو خبرې وشوې۔ په دې موقع د صنعت سيکرټري سيف انجم، د تجارت سيکرټري جواد پال او ډي جي نيشنل لاجسټکس کارپوريشن مېجر جنرل …
د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د کويت سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) صنعت او پيداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره په پاکستان كښې د کويت سفير ناصر عبدالرحمن جاسم المطير ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او اقتصادي مرستې ته په لا ودې وركولو خبرې وشوې۔ په دې موقع د صنعت سيکرټري سيف انجم، د تجارت سيکرټري جواد پال او ډي جي نيشنل لاجسټکس کارپوريشن مېجر جنرل فرخ شهزاد راؤ هم موجود وٶ۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې ومقع هارون اختر خان ووئيل كوېت د پاكستان ورور هېواد دے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مضبوطې او د اوږدې مودې اړيكې قائم دي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه








