وزيراعم شهباز شريف سره د چينائي سفير ملاقات ٬ د سي پيك مخ په وړاندې بوتللو عزم پخلے

اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كركيلې ٬ صنعتي همكارۍ او بنيادي اډانې ترجيحي منصوبو ته پام ګرځولو سره د سي پېك 2.0 مخ په وړاندې بوتللو عزم پخلې وكړو او چين سره يۍ د نزدې هم آهنګۍ په جاري ساتلو زور راړو وزیراعظم شهباز شریف سره چينائي سفير جيانګ زېډونګ د زيارت په ورځ دلته په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم …

اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كركيلې ٬ صنعتي همكارۍ او بنيادي اډانې ترجيحي منصوبو ته پام ګرځولو سره د سي پېك 2.0 مخ په وړاندې بوتللو عزم پخلې وكړو او چين سره يۍ د نزدې هم آهنګۍ په جاري ساتلو زور راړو وزیراعظم شهباز شریف سره چينائي سفير جيانګ زېډونګ د زيارت په ورځ دلته په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقعه نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او خارجه سېكرټري هم موجود و۔ وزیر اعظم د “ټو سېشنز” كاميابۍ سره په تابيا كولو چينائي مشرتابه ته مباركي وركړه۔ وزیراعظم د پاكستان ورځې په موقع د مباركۍ په پیغام د صدر شي جن پنګ ٬ وزيراعظم لي كيانګ او خارجه وزير وانګ يي مننه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د كركيلې ٬ صنعتي همكارۍ او بنيادي اډانې ترجيحي منصوبو ته پام ګرځولو سره د سي پېك 2.0 مخ په وړاندې بوتللو عزم پخلې وكړو۔ چينائي سفير جيانګ د پاكستان د اقتصادي استقامات او د اصلاحاتو هڅې ستائلو سره د چين تجارت او سرمايه كارۍ حوالې سره د همكارۍ پخلې وكړو۔ دواړو اړخونو په روانو ملاقاتونو د اطمينان څرګڼدونه وكړه او د سفارتي اړيكو 75 مې سالګې په موقعه يۍ د اعلی كچې رابطو ته د ودې وركولو عزم ښكاره كړو۔ وزیراعظم په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه كولو سره په تاؤ تريخوالي كښې كمي او سيمه ايز استحكام ته وده وركولو كښې د پاكستان په تعميري كردار رڼا واچوله۔ ده د شريكې خوښې په چارو د نزدې هم آهنګۍ په جاري ساتلو زور هم راوړو۔