اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزارت د سركاري سكيم له مخئ يو لك 20 زره حج كوٶنكو ته د ويزې منظورۍ نه وروستو د حج پروازونو په رسمي توګه شېډول اعلان كړو٬ د سعودي حکومت لخوا د ټاكلې نېټې نه وړاندې د عمل تر سره كولو سره پاكستان به د حج اپرېشن د اتلسم اپرېل څخه پېبل كوي چې له مخې به يې د …
د پاكستان حج كوونكو ته د ويزې وركولاو عمل بشپر شو ، حج پروازونه به د اتلسم اپرېل نه پېل كېږي
اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزارت د سركاري سكيم له مخئ يو لك 20 زره حج كوٶنكو ته د ويزې منظورۍ نه وروستو د حج پروازونو په رسمي توګه شېډول اعلان كړو٬ د سعودي حکومت لخوا د ټاكلې نېټې نه وړاندې د عمل تر سره كولو سره پاكستان به د حج اپرېشن د اتلسم اپرېل څخه پېبل كوي چې له مخې به يې د حج وړومبے پراوز روانېږي او دا سلسله به تر 21 مئي د كوم تعطل نه غېر دوامداره وي۔ د مذهبي چارو وزارت چارواكو له مخې سږ كال د حج په انتظامات كښې غېر معمولي تندوالے ليدلے شوے چې په نتيجه كښې يې تر 17 فروري د بائيو ميټرک عمل بشپړېدو نه پس په مکه مکرمه او مدينه منوره كښې د استوګنې ځايونو٬٬ د مکتب الاټمنټ او د ټرانسپورټيشن په څېر پېچلې پړاٶنو ته حتمي شكل وركړے شو٬ د ويزه پراسس په بشپړتيا سره د شورو په ورځ د حج پروازونو شېډول اجراء د دې خبرې غمازي كوي چې پاکستان د حج مشن د سعودي عرب د پرېكنده تګلارې له مخئ ټول انتظامي چارې په رېكارډ موده كښې بشپړ كړې دي۔ د شيډول له مخې پاکستان څخه به د سرکاري حج سکيم له مخې د 468 پروازونو د لارې يو لك 19 زره حج كوونكي مدينه منوره او مکه مکرمه ته رسولې شي٬ چې پكښې 67 زره 230 نارينه حج كوونكي او 51 زره 846 زنانه حج كوونكې شاملې دي٬ د حج كوونكو حجاز مقدس ته د رسولو اپرشن به 34 ورځې دوام لري۔












