اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير امن لپاره د پاكستان د سفارتي هلو ځلو په اړه په باور كښې اخستو سره د قطر د غېر معمولي تحمل ستائنه وكړه او د پاكستان لخوا يې د بشپړه يووالي او مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د قطر …
وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ټېلي فوني تماس٬ د پاکستان لخوا د بشپړه يووالي او مرستې باور
اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير امن لپاره د پاكستان د سفارتي هلو ځلو په اړه په باور كښې اخستو سره د قطر د غېر معمولي تحمل ستائنه وكړه او د پاكستان لخوا يې د بشپړه يووالي او مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ټېلي فوني تماس ونيولو ٬ د خبرو په مهال وزيراعظم د قطر امير او د قطر خپلو وروڼو له د واړه اختر مباركي وركړه٬ د قطر امير لخوا هم د اختر مباركي او د نېلو هيلو څرګندونه وشوه ۔ وزيراعظم په منطقه كښې په جاري جنګ د تشويش څرګندونه وكړه ۔ ده قطر او د خليج نورو وروڼو هېوادونو په ضد د بريدونو په سختو ټكو عندنه وكړه او په دې بريدونو كښې يې د قېمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونې سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده د قطر امير او د قطر اولس ته په دې سخت وخت كښې د پاكستان د بشپړه يووالي او مرستې باو وركړٶ٬ د موجوده صورتحال په تناظر كښې د قطر د غېر معمولي تحمل ستائنې كولو سره وزيراعظم د پاکستان د سفارتي رسنې او د امن هلو ځلو نه د قطر امير خبر كړو۔ ده ووئيل پاکستان پرله پسې په ټولو ډلو د تاٶ تريخوالي په كمولو او د خبرو اترو او د سفارت كارۍ د لارې د اختلافات په حل كولو زور راوړے دے۔ د قطر امير سيمه ايز امن لپاره د پاکستان د مخلصانه سفارتي هلو ځلو ستائنه وكړه٬ دواړو مشرانو په راتلونكي وخت كښې په نزدې رابطه كښې پاتې كېدو ته هم افاق وكړ۔












