د پاکستان او چین تر مينځه اقتصادي و صنعتي مرسته نوې پراؤ ته رسېدلې ده٬ چې پكښې ایس آئي ایف سي مهم کردار ادا کوي ۔ د ایس آئي ایف سي چارواكو تر مخه د دواړو هېوادونو تر مينځه صنعت، كر كېلې، آئي ټي او د معدني وسائلو په څانګو كښې همكارۍ ته پراختيا وركولې كېږي ۔ په اوسنو كښې لاهور كښې د لاهور چیمبر آف کامرس اینډ انډسټریز مهمه …
د ایس آئي ایف سي کلیدي کردار، پاك چین صنعتي و تجارتي مرسته نوې پراؤ ته ورسېده
د پاکستان او چین تر مينځه اقتصادي و صنعتي مرسته نوې پراؤ ته رسېدلې ده٬ چې پكښې ایس آئي ایف سي مهم کردار ادا کوي ۔ د ایس آئي ایف سي چارواكو تر مخه د دواړو هېوادونو تر مينځه صنعت، كر كېلې، آئي ټي او د معدني وسائلو په څانګو كښې همكارۍ ته پراختيا وركولې كېږي ۔ په اوسنو كښې لاهور كښې د لاهور چیمبر آف کامرس اینډ انډسټریز مهمه غونډه وشوه چې پكښَې د چین قونصل جنرل سن یان شرکت وكړو ۔ د لاهور چیمبر صدر فهیم الرحمٰن سهګل دا دوره د پاک چین اړيكو وده كښې ډېره مهه وګرځوله ۔ د هغه وېنا وه دا پیشرفت د (سي پیک)دويم پراؤ ته د داخلېدو واضحه اشارہ ده ٬ چرته چې د سرکاري سره سره د شخصي څانګې تر مينځه مينځه بزنس ټو بزنس روابط او جوائنټ وینچرز ته وده وركِړې كېږي ۔د غونډې په مهال د آئي ټي، زراعت، معدنیات او د صنعتي پرمختګ په بېلا بېلو اړخونو تفصیلي خبرې وشوې ۔ د لاهور چیمبر په دې خبره هم زور راوړو چې د ژبې خنډ لرې كولو لپاره په چینائي ژبه كښې تربيه ضروري ده ٬ دغسې چې کاروباري روابط لا مؤثر كړے شي۔ د لاهور چیمبر صدر وېنا وه چې ښه مواصلات او د چین په ژبه عبور به د سرمایه کارۍ زياتوالي او د تجارتي موقعو د ودې سبب وګرځي ۔ د ایس آئي ایف سي معاونت سره به نه يوازې پاکستان خپلې اقتصادي شراکت دارۍ مستحکمې كوي بلکې د مشترکه ترقیاتي منصوبو کامیابۍ لپاره هم مضبوط بنیاد وركوي كومې به چې په سباون كښې د تل پاتي ترقۍ لاره هواره كړي












