اسلام آباد۔25مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په روانه وضعه كښې د سعودي عربستان غېر معمولي زغم ستائلې او باور يۍ وركړې چې پاكستان به تل سعودي عربستان او ورور اولس سره يو برابر ولاړ پاتے كيږي۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره د شورو …
د وزيراعظم سعودي ولي عهد سره ټيليفوني تماس ٬ سعودي عربستان او ورور اولس سره د يو برابر اودريدو عزم پخلے
اسلام آباد۔25مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په روانه وضعه كښې د سعودي عربستان غېر معمولي زغم ستائلې او باور يۍ وركړې چې پاكستان به تل سعودي عربستان او ورور اولس سره يو برابر ولاړ پاتے كيږي۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره د شورو په ورځ تېلېفوني خبرې وكړې۔ د بيان له مخې وزيراعظم خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلماان بن عبد العزيز ٬ ولي عهد بن سلمان او د سعودي عربستان ورور اولس له د كوچني اختر مباركي وركړه۔ سعودی ولی عهد هم وزيراعظم شهباز شريف له مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د پاكستن لخوا په سعودي عربستان د اوسنيو بريدونو سخته غندنه كولو سره يو وارې بيا په دې سخت وخت كښې د مملكت او د دې اولس سره د بشپړه يووالي او ملاتړ څرګندونه وكړه۔ په روانه وضعه كښې د غېر معمولي زغم په څرګندونه وزيراعظم د مملكت د قيادت ستائنه كولو سره باور وركړو چې پاكستان به تل مملكت او اولس سره يو برابر ولاړ پاتې كيږي۔ وزیراعظم شهباز شریف په سمدستي توګه د جنګ په ختمولو او د صورتحال د معمول له مخې كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې سيمه ايزه وضعه مستحكمه كړې شي۔ ده د امت په صفونو كښې د يوالي او هم آهنګۍ په اهميت زور راوړو كوم ته چې نن د تېر وخت په مقابله كښې زياته اړتيا ده۔ ده ولي عهد ټولو فريقو ته د پاكستان تعميري سفارتي لاسرسۍ په اړه خبر كړو په كومه كښې چې د تاؤ تريخوالي په كولو او د اختلافاتو د مذاكراتو او سفارتكارۍ دلارې په حل كولو زور راوړلے شوے دے۔ سعودی ولی عهد امن لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو په هره كچه د نزدې رابطې په جاري ساتلو اتفاق هم وكړو۔












