د آسيه اندرابي ٬ فهميده صوفي او ناهيده نسرين په ضد د هندي عدالت پريكړه د انصاف منافي ده: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔25مارچ(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاكستان د آسيه اندرابي ٬ فهميده صوفي او ناهيده نسرين سره د بشپړ يووالي څرګندونه كوي او د يو سخت قانون له مخې د هندي عدالت دې پرېكړې سخته غندنه كوي كومه چې د انصاف د اصولو منافي ده۔ د شورو په ورځ په يو بيان كښې ده وئيل دا پرېكړه د هند په غېر قانوني توګه …

اسلام آباد۔25مارچ(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاكستان د آسيه اندرابي ٬ فهميده صوفي او ناهيده نسرين سره د بشپړ يووالي څرګندونه كوي او د يو سخت قانون له مخې د هندي عدالت دې پرېكړې سخته غندنه كوي كومه چې د انصاف د اصولو منافي ده۔ د شورو په ورځ په يو بيان كښې ده وئيل دا پرېكړه د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې په سياسي بنييادونو د جوړ كړې شوو مقدمو يوې پراخا لړۍ برخه ده چې مقصد يۍ د اختلاف لرونكو آوازونه غلې كول او د كشميري اولس جائز حقونو لپاره غږ پورته كوونكي ويرول دي۔ ده ووئيل دا ډول سزاګانې مقبوضه كشمير كښې د قابضې انتظاميه لخوا د قانوني غوښتنو خيال ساتلو ٬ عدالتي خپلواكۍ او د نړيوالو بشري حقونو عملي كولو په اړه سنګينې اندېښنې رامخې ته كوي۔

مزید خبریں