اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د متحده عرب امارات(يو اے اي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير شېخ عبدالله بن زايد النهيان سره د ټېلي فوني تماس د لارې د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د امن او استحكام په …
خارجه وزير اسحاق ډار د يو اے اي خپل همڅنګ شيخ عبدالله بن زايد النهيان سره ټيليفون تماس

مزید خبریں
اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د متحده عرب امارات(يو اے اي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير شېخ عبدالله بن زايد النهيان سره د ټېلي فوني تماس د لارې د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د امن او استحكام په اهميت رڼا اچولو سره په تاٶ تريخوالي كښې په سمدستي توګه د كمي په ضرورت زور راوړو۔ ده په دې خبره هم زور رواړو چې د مسئلو حل لپاره خبرې اترې او سفارتكاري د عمل وړ يوازنۍ لاره ده ۔ ده د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه وكړه چې پكښې درې پاكستانيان هم شامل دي۔ نائب وزيراعظم متحده عرب امارات سره په دې سخت وخت كښې د پاكستان د بشپړه يووالي پخلې وكړو٬ دواړو مشرانو د واړه اختر د مباركۍ تبادله كولو سره په نزدې رابطه كښې پاتې كېدو له سلا هم وكړه










