د پاكستان خارجه پاليسي وقار ٬ پياوړتيا او امن لپاره د كوټلي عزم عكاسي كوي: د پارليماني چارو وفاقي وزير

اسلام آباد۔24 مارچ (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د پاكستان موجوده خارجه پاليسي وقار ٬ پياورتيا او امن لپاره د كوټلي عزم عكاسي كوي ، كومه چې وزيراعظم شهباز شريف ٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر زيركتيا سره مخ په وړاندې بيايي۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې هغه ووئيل چې نن …

اسلام آباد۔24 مارچ (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د پاكستان موجوده خارجه پاليسي وقار ٬ پياورتيا او امن لپاره د كوټلي عزم عكاسي كوي ، كومه چې وزيراعظم شهباز شريف ٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر زيركتيا سره مخ په وړاندې بيايي۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې هغه ووئيل چې نن په غېر يقيني او كړكېچنه نړيواله وضعه كښې پاكستان امن ٬ خبرو اترو او ګډ احترام ته وده وركولو له په زړه پورې رول لوبوي۔ هغه ووئيل د پاكستان دريځ ټول عمري له د انصاف ٬ د مظلومو قومونو د ملاتړ او منطقه كښې د استحكام په ځائې كېدو حق كښې پاتے شوے دے او په نړيواله كچه يۍ غږ د هم آهنګۍ ٬ اتحاد او د انسانيت د پېغام په توګه اورېدلے شي۔ هغه ووئيل نن پاكستان د يوازې دا چې د خپلو ګټو تحفظ نه كوي بلكې د بهتر او سولييز سباؤن بنياد هم كېږدي چرته چې د اختلافاتو په ځاې مكالمه غالبه وي۔ د ده وېنا وه جې نړۍ اولس پاكستان ته د يو داسې هېواد په توګه ګوري كوم چې امن ته ترجيح وركوي او په خپل وقار او اصولو كلك ولاړ پاتے كيږي۔

مزید خبریں