23 مارچ زمونږ د قامي تاريخ يو مهم پړاؤ دے٬ كوم چې د آزادۍ د عظيم مقصد او د دې ترلاسه كولو له د ځانګړې قربانيو ياد تازه كوي۔ د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د يوم پاكستان په موقع خصوصي پيغام

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د يوم پاكستان په موقع خپل خصوصي پيغام كښې ټول قام ته مباركي وركولو سره ووئيل 23 مارچ زمونږ د قامي تاريخ يو مهم پړاؤ دے كوم چې د آزادۍ عظيم مقصد او د دې ترلاسه كولو له د ځانګړې قربانيو ياد تازه كوي۔ د سېنېټ سېکرټرېټ میډیا ډائرېکټورېټ لخوا د اتوار په ورځ په جاري …

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د يوم پاكستان په موقع خپل خصوصي پيغام كښې ټول قام ته مباركي وركولو سره ووئيل 23 مارچ زمونږ د قامي تاريخ يو مهم پړاؤ دے كوم چې د آزادۍ عظيم مقصد او د دې ترلاسه كولو له د ځانګړې قربانيو ياد تازه كوي۔ د سېنېټ سېکرټرېټ میډیا ډائرېکټورېټ لخوا د اتوار په ورځ په جاري كړې شوي خپل خصوصي پيغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د كال 1940 تاریخی قرارداد د برصغیر مسلمانانو ته يو روښانه منزل وركړو چې په نتيجه كښې يۍ يو آزا او خپلواكه رياست پاكستان جوړ شو۔ دا ورځ د دې لوظ د پخلي غوښتنه كوي چې مونږ به د خپلو مشرانو په نقش قدم تللو سره د هېواد په پرمختګ ٬ استحكام او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كوو۔ ده قائداعظم اېم علی جناح، ډاکټر اېم اقبال او نورو اكابرينو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د دغه بصيرت لرونكو لارښودو مسلمانانو له يو ښكاره جهت متعين كړو۔ ده زياته كړه چې په 23 مارچ 1940 لاهور كښې وړاندې كړې شوي تاريخي قرارداد كښې مسلمانانو د يو جلا وطن د جوړېدو بنياد كېښودو۔ او ددغې په نتيجه كښې د لكھونو په شمېر كسانو د خپلو ځانونو او مالونو قرباني وركولو سره دا خوب ريښتيا كړو۔ ده ووئيل وروستو د ذوالفقار علی بھټو مشرتابه د هېواد دفاع مضبوطولو له د اتومي پروګرام بنياد كېښودو۔ ده ووئيل محترمې بېنظیر بھټو هم د قومي سلامتيا استحكام له مهم ګامونه پورته كړل چې په نتيجه كښې يۍ نن پاكستان د يو مضبوط دفاعي قوت په توګه په نړۍ كښې خپل مقام لري۔ ده ووئيل پاك پوځ په هر سخت وخت كښې د هېواد دفاع باوري كړه۔ ده د شهيدانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دغه ځانګړې قربانۍ اولس لپاره د لارې مشال دي او دا به كله هېرولې نه شي۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې د پاكستان دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده او قام خپل پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔ د خپل پېغام په آخر كښې ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے پاكستان ته امن ٬ پرمختګ او خوشحالي وركړي او مونږ دې يووالي سره د يو مضبوط او فلاحي رياست جوړولو توفيق راكړي

مزید خبریں