د وزيراعظم شهباز شريف د انډونيشيا صدر سوبيانتو سره ټيليفوني خبرې ٬ د دواړو لارښودو خليج كښې د روان تاؤ تريخوالي زر تر زره په ختمولو زور

لاهور۔22مارچ (اے پی پی) د پاكستان او انډونيشيا مشرتابه په خليج كښې د روان تاؤ تريخوالي زر تر زره د ختمولو او د ټولو اختلافاتو د مذاكراتو او سفارتكارۍ د لارې د حل كولو په حاجت زور راوړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان او انډونیشیا ترمينځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده …

لاهور۔22مارچ (اے پی پی) د پاكستان او انډونيشيا مشرتابه په خليج كښې د روان تاؤ تريخوالي زر تر زره د ختمولو او د ټولو اختلافاتو د مذاكراتو او سفارتكارۍ د لارې د حل كولو په حاجت زور راوړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان او انډونیشیا ترمينځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اتوار په ورځ د انډونيشيا صدر پرابووو سوبيانتو سره ټيلېفوني خبرې وكړې۔ دواړو لارښودو يو بل او د يو بل اولس ته د اختر مباركي وركړه۔ دوئي اسلامي نړۍ لپاره د امن ٬ استحكام او سوكالۍ دعا هم وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان او انډونیشیا ترمينځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ دواړو لارښودو د منطقې په روانه وضعه ٬ په خاص توګه ايران او خليجي سيمه كښې په روان تاؤ تريخوالي د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع په سمدستي توګه د تاؤ تريخوالي په ختمولو زور راوړلې شو او د ټولو اختلافات د مذاكراتو او سفارتكارۍ د لارې د حل كولو په حاجت اتفاق وكړے شو۔

مزید خبریں