اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د اتوار په ورځ د اوبو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ سږ كال د دے ورځې سرخط ’’ اوبه او صنفی مساوات: چرته چې اوبه بهيږي دغلته برابري سوا كيږي‘‘ و كوم چې دا خبره په ډاګه كړه چې آبی تحفظ يوه تكنيكي مسئله نه بلكې سماجي انصاف او صنفي برابرۍ له مهمه هم ده۔ پاکستان د اوبو …
د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د اوبو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د اتوار په ورځ د اوبو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ سږ كال د دے ورځې سرخط ’’ اوبه او صنفی مساوات: چرته چې اوبه بهيږي دغلته برابري سوا كيږي‘‘ و كوم چې دا خبره په ډاګه كړه چې آبی تحفظ يوه تكنيكي مسئله نه بلكې سماجي انصاف او صنفي برابرۍ له مهمه هم ده۔ پاکستان د اوبو كمښت سره مخ دے او د پاكستان جوړېدو څخه وروستو سړي سر اوبه 5,260 مکعب میټر څخه كمېدو سره 1,000 مکعب میټر څخه هم ښكته كچې ته تلي دي۔ ده ووئيل مېرمنې په كور كښې د كارول كېدونكو اوبو د انتظام زياته ذمه واري پورته كوي ٬ په كليوالو سيمو كښې د اوبو انتظام يو سخت كار دے چې ورسره د هغوي تعليمي هلې ځلې ځپلې كيږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې موسمياتي بدلونونو ٬ ناڅاپي بارانونو او د ګليشيئرز نظام كښې بدلون د اوبو د كمښت خطرې لا سوا كړي دي۔ د اوبو نړيوالې ورځې په موقع د هېواد په لويو كوچنو ښارونو كښې د سركاري او غېر سركاري ادارو تر اهتمام لاندې دستورې وكړې شوې او د اوبو په اهميت ٬ افاديت او د دې د كمښت په مسئلو رڼا واچولې شوه۔










