د كوچني اختر په موقع په لائن آف كنټرول د پاك پوځ تعينات ځوانانو د قام په نامه خصوصي پيغام

اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی) د كوچني اختر په موقع په لائن آف كنټرول د پاك پوځ تعينات ځوانانو د قام په نامه خصوصي پيغام كښې خپل اولس له د اختر مباركي وركړې ده۔ د امنيتي سرچينو له مخې خپل پېغام كښې هغوي وئيلي د ګران هېواد دفاع لومړۍ ترجيح ده ٬ مونږ بېدار او چمتو پاتې كيږو دغسې چې ټول قام په سولييز چاپېريال كښې خپلې خوشحالۍ ولمانځي۔ دوئي ووئيل …

اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی) د كوچني اختر په موقع په لائن آف كنټرول د پاك پوځ تعينات ځوانانو د قام په نامه خصوصي پيغام كښې خپل اولس له د اختر مباركي وركړې ده۔ د امنيتي سرچينو له مخې خپل پېغام كښې هغوي وئيلي د ګران هېواد دفاع لومړۍ ترجيح ده ٬ مونږ بېدار او چمتو پاتې كيږو دغسې چې ټول قام په سولييز چاپېريال كښې خپلې خوشحالۍ ولمانځي۔ دوئي ووئيل خپلو كورنيو او مينه والو څخه لرې ضرور يوو خو د هېواد سلامتيا او د اولس خوشحالي زمونږ لپاره تر ټولو لوے اختر دے۔ د اولس مونږ سره مينه او په مونږ باور زمونږ حوصلې لا لوړوي۔ دوئي زياته كړه چې د اختر د خوشحالۍ په موقع كه يو اړخ ته ګرد هېواد د اختر خوشحالۍ لمانځلو كښې مصروف دے نو بل اړخ ته په پوله تعينات د پاك پوځ ځوانان د وطن دفاع لپاره چمتو ولاړ دي۔

مزید خبریں