ولسمشر آصف علي زرداري د اسلام آباد سېف سټي كېمرو تحفظ او د زيان ازالې سره د اړوند آرډیننس منظوري وركړه

اسلام آباد۔26ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د وزيراعظم په مشوره د اسلام آباد كېپټل ټېرېټري سېف سټي كېمرا او سرويلنس انفراسټركچر تحفظ او د زيان ازالې سره د اړوند آرډیننس منظوري وركړه۔ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د دې آرډیننس هدف د سېف سټي كېمرو او نګرانۍ نظام تحفظ او د زيانمن كېدو په صورت كښې د دې تلافي …

اسلام آباد۔26ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د وزيراعظم په مشوره د اسلام آباد كېپټل ټېرېټري سېف سټي كېمرا او سرويلنس انفراسټركچر تحفظ او د زيان ازالې سره د اړوند آرډیننس منظوري وركړه۔ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د دې آرډیننس هدف د سېف سټي كېمرو او نګرانۍ نظام تحفظ او د زيانمن كېدو په صورت كښې د دې تلافي ډاډمن کول دي۔ د دې آرډیننس لاندې سېف سټي كېمرو ته زيان رسوونكي ٬ زيان رسولو له پارونكي او ددې ترغېب وركوونكي به مالي جرمانې سره مخ كولې شي۔ كومه به چې د يوې كېمرې يا يو انفرانسټركچر په سر تر 20 لكه روپو وي۔ د جلسې ٬ جلوس ٬ دھرنې ٬ احتجاج ٬ هړتال يا اجتماع په مهال د زيان په صورت كښې به منتظمين هم د د زيان ذمه وار ګرځولې كېدې شي۔ د جرمانې او تاوان نوعيت به د اوریدنې لپاره د فرصت له ورکولو وروسته د مجاز افسر لخوا ټاكل كيږي۔ اړوند تن به حق لري چې د جرمانې یا تاوان د لګښت د ټاکلو خلاف 30 ورځو كښې دننه د اسلام آباد د ډسټركټ اېنډ سېشن جج اسلام آباد ته اپیل وکړي. د جرمانې یا تاوان د ټاکل شوي مقدار د نه ورکولو په صورت کښې به دا د ځمکې د محصولاتو د بقایا جات په توګه وصولولې شي۔ د جرمانې او تاوان په مد كښې ترلاسه كېدونكې رقم به د سېف سټي كېمرو او سرويلنس انفراسټركچر په بيا روغون او بدلولو مصرف كولې شي۔(اے پي پي وا ١٧٠٨)

مزید خبریں