اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د اوبو د ډیر مسؤلانه او محتاطانه کارونې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اوبو سرچینو محتاط انتظام، په دې برخه کښې پانګونه او پلان جوړونه، او د ښځو زیات شموليت اړین دے. د ګډو اوبو سرچینو وسلې په توګه کارول زيات اندېښمن دي. د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام …
د اوبو مسؤلانه انتظام ٬ دې برخه كښې پانګونه ٬ پلان جوړونه او د ميرمنو زيات شموليت اړين دے: د صدر مملكت آصف علي زرداري د اوبو نړيوالې ورځې په موقع پيغام
اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د اوبو د ډیر مسؤلانه او محتاطانه کارونې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اوبو سرچینو محتاط انتظام، په دې برخه کښې پانګونه او پلان جوړونه، او د ښځو زیات شموليت اړین دے. د ګډو اوبو سرچینو وسلې په توګه کارول زيات اندېښمن دي. د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې وكړه كومه چې نن د اتوار په ورځ لمانځلې شي. د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې سږ کال د اوبو د نړیوالې ورځې موضوع “اوبه او صنفي مساوات” ده، چې موږ ته یادونه کوي چې د اوبو د کمښت اغیز د هرچا لپاره یو شان نه دے. چرته چې خوندي اوبه كور ته نزدې نه ترلاسه كيږي نو مېرمنې او انجونې تر ټولو زيات بوج پورته كوي او دې لپاره زيات وخت مصرف كوي كوم چې هغوي په زده كړو او د كور په نورو كارونو كښې كارولې شي۔ صدر مملكت ووئيل د خوندي اوبو نشتوالې د صحت مسئلې هم رامخې ته كوي۔ د دې كمي ازاله كول يوازې د اولسي خذمت نه بلكې د انصاف د موقعو رسولو غوښتنه هم ده۔ خوندي اوبو او سېنی ټېشن آسانيو ته لاسرسي زمونږ د آئين له مخې بنيادي حق دے۔ له دې كبله د اوبو سرچینو محتاط انتظام، په دې برخه کښې پانګونه او پلان جوړونه، او د ښځو زیات شموليت اړین دے. صدرِ مملکت ووئيل ځائي کمیونټیز د باران اوبو محفوظ كولو (رېن واټر هاروېسټنګ) او نورې ساده طريقې كارولو سره په زمكه كښې لاندې د اوبو كچه پورته كولو كښې خبل كردار ترسره كولې شي۔ ده يو وارې بيا د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې په يو اړخيزه توګه د ځنډولو سخته غندنه كولو سره ووئيل چې ګډې اوبه د وسلې په توګه كارول زيات اندېښمن دي۔ د هند دا عمل د يوې پخوانۍ نړيوالې لوظنامې د روح او متن خلاف ورزي ده كومه چې د تېرو شپږ لسيزو څخه د اباسين د نظام منصفانه استعمال باوري كوي۔ صدر مملكت هند څخه غوښتنه وكره چې هغه دې د نړيوالو ذمه وارو له مخې په دې لوظنامه بشپړ عمل درآمد په سمدستي توګھ بحال كړي۔










