لاهور۔22مارچ (اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د قومي اسمبلۍ سپيكر ٬ ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو او سياسي لارښودو ته د اختر مباركي وركولو لپاره ټېلېفون وكړو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ دغسې وزيراعظم د پنجاب ګورنر سردار …
د وزیرِ اعظم شهباز شريف سپيكر ٬ ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو او سياسي مشرانو ته د اختر مباركي
لاهور۔22مارچ (اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د قومي اسمبلۍ سپيكر ٬ ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو او سياسي لارښودو ته د اختر مباركي وركولو لپاره ټېلېفون وكړو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ دغسې وزيراعظم د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان، د سندھ ګورنر نهال هاشمی، د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی او او د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل ته هم ټېلېفون كولو سره د اختر مباركي وركړه۔ دغسې وزيراعظم د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز شريف او د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه په شمول د اتحادي او سياسي ګوندونو مشرانو ته هم د ټېلېفوني تماس د لارې مباركي وركړه په كومو كښې چې د جمیعت علماءِ اسلام ( ف ) مشر مولانا فضل الرحمن، چیئرمېن اېم کیو اېم پاکستان خالد مقبول صدیقی، د عوامی نېشنل پارټۍ صدر اېمل ولی خان، د بلوچستان عوامی پارټۍ صدر سردار خالد حسین مګسی، د استحكام پاكستان پارټۍ صدر عبدالعلیم خان او سینئر لارښود پاکستان مسلم لیګ ق چوهدری سالک حسین شامل دے۔ وزيراعظم دوئي ته او دوئي وزيراعظم ته د اختر مباركي وركړه او يو بل لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔










