پېنډۍ ۔21مارچ (اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف،چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر نشان امتیاز (ملټری)، هلال جرات افسرانو او ځوانانو سره اختر لمانځلو له د كرم دوره وكړه۔ فیلډ مارشل ځوانانو سره د اختر لمونځ وكړو او د پاكستان سلامتيا او سوكالۍ له يۍ دعا وكړه۔ د آئی اېس پی آر لخو د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ځوانانو او …
د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د كرم دوره ٬ افسرانو او ځوانانو سره يۍ اختر ولماځلو: آئي ايس پي آر
پېنډۍ ۔21مارچ (اے پی پی) چیف آف آرمی سټاف،چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر نشان امتیاز (ملټری)، هلال جرات افسرانو او ځوانانو سره اختر لمانځلو له د كرم دوره وكړه۔ فیلډ مارشل ځوانانو سره د اختر لمونځ وكړو او د پاكستان سلامتيا او سوكالۍ له يۍ دعا وكړه۔ د آئی اېس پی آر لخو د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ځوانانو او افسرانو سره خبرو كښې فيلډ مارشل دوئي له د اختر مباركي وركړه او د دوئي لوړه حوصله او مثالي پېشه ور مهارت يۍ وستائلو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې افغانستان كښې پټنځايونو څخه به ترهګرو ته د پاكستان سلامتيا ته د زيان رسولو اجازه وركولې نه شي۔ سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره فيلډ مارشل ووئيل د دښمن عناصر لخوا د پاكستان په ضد ترهګريزو فعاليتونو له د افغانستان خاورې كارول كېدل به هېڅ كله زغملې نه شي۔ دې څخه وړاندې كرم ضلعې ته په رارسېدو كوركمانډر پېښورفيلډ مارشل عاصم منېر ته هركلې ووې۔










