د وزيراعظم د بحرين شاه محمد بن عيسی الخليفه سره ټيليفوني خبرې

لاہور۔21مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د بحرین باچا حمد بن عیسی الخلیفه ته په سیمه کښې د سولې بحالۍ لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو په اړه باور او ډاډ ورکړ چې پاکستان به د جګړې پاي ته رسولو لپاره ټولو سفارتي هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي۔ د وزيراعظم آفس د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم شهباز شریف د خالي په ورځ د …

لاہور۔21مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د بحرین باچا حمد بن عیسی الخلیفه ته په سیمه کښې د سولې بحالۍ لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو په اړه باور او ډاډ ورکړ چې پاکستان به د جګړې پاي ته رسولو لپاره ټولو سفارتي هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي۔ د وزيراعظم آفس د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم شهباز شریف د خالي په ورځ د بحرین باچا حمد بن عیسی الخلیفه ته ټېلېفون وکړو. په ټېلېفوني خبرو كښې دواړو لارښودو يو بل او د يو بل اولس له د اختر مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو د امت په صفونو کښې یووالي او همغږۍ لپاره هم دعا وکړه۔ وزيراعظم په منطقه كښې د روان جنګ او په خاص توګه د بحرېن په ضد د شوو بريدونو سخته غندنه كولو سره په بحرېن كښې د بريدونو په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې بحرېن او د بحرېن اولس سره خپل يووالې تكرار كوو۔ وزیراعظم د بحرېن باچا په منطقه كښې امن بحالولو له د پاكستان هڅو څخه هم خبر كړو۔ ده د بحرېن باچا ته باور وركړو چې پاكستان به د روان جنګ خاتمې له د ټولو سفارتي هڅو ملاتړ دوامدار ساتي۔ دواړو لاښودو په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو يو بل سره د نزدې په پاتې كېدو اتفاق وكړو۔

مزید خبریں